د اروزګان ولایت چارواکي وايي، چې د وسله والو طالبانو له منګلو څخه ۲۰ برمته شوي ملکي وګړي نن شنبه (۲۰۱۵ م زيږديز کال/مارچ ۲۸) خلاص شول.
د اروزګان د والي وياند دوست محمد نایاب سلام وطندار ته په رالېږلې خبر پاڼه کې ويلي، چې دغه ملکي کسان د وسله والو طالبانو له خوا ټاکل شوي ولسوال د ملا حکمت الله ډلې یرغمل کړي و.
نوموړي زياته کړې، چې تېره چهارشنبه د ارزګان ولایت شهید حساس ولسوالۍ پورې اړوند د سرکۍ په سیمه کې د وسله والو مخالفینو له لوري ۲۰ ملکي وګړي له خپلو موټرو سره یرغمل شوي و.
د اروزګان د والي ویاند وايي، یاد کسان د دایکندي ولایت د کجران او کیتي ولسوالیو اصلي اوسیدونکي دي او غوښتل يې د ارزګان ولایت شهید حساس ولسوالۍ له لارې مرکز ترینکوټ ته لاړ شي، چې د کجران او شهید حساس د لارې په اوږدو کې د سرکۍ په سیمه کې د وسله والو طالبانو له لوري یرغمل شول.
چارواکي زياتوي، دغه کسان تر ۳ ورځو وروسته د ارزګان د سیمه ییزې ادارې او ځايي قومي مشرانو په زیار پرته له کوم قېد او شرط د وسله والو طالبانو له منګولو خلاص او خپلو کورونو ته ستانه شوي.
د دايکندي ولايت پورې اړوند، کجران هغه ولسوالۍ ده، چې د اروزګان ولایت شهید حساس او د هلمند د بغران ولسوالیو سره ګډې پولې لري.
په دغه ولسوالۍ کې د ځينو انساني اړتياوو توکي نه شته او اوسېدونکي مجبوردي، چې وخت نا وخته د ژوندانه د ورځني ضرورياتو د پوره کولو په هدف شهید حساس او له هغه ځایه د اروزګان نورو سیمو ته تګ راتګ وکړي.
کجران د دايکندي هغه ولسوالۍ ده، چې کله نا کله په کې د امنيتي پېښو راپورونه هم خپريږي.
له دې وړاندې د دایکندي ولایتي شورا خبرداری ورکړی و، که کجران ولسوالۍ ته پام ونه شي، نو د طالبانو لاس ته به ولویږي.
د دایکندي د ولایتي شورا مرستیال سیداسحق اخلاقي ويلي و، چې طالبان ددې ولسوالۍ په دوه تر درې کیلومټره خاوره کې نفوذ کړی دی او دغه مسله دوی سخت اندېښمن کړي دي.