کله چې د خېرخانې د خرادیو هټیو ته ولاړم، افغان ټانک جوړونکی مې مسکا په خوله ولیده یو څه پښه نیولی شوم، خو فېضي زما او زما د همکار خواته را روان شو او له موږ نه یې تود هرکلی وکړ.

شیبه نه وه اوښتې، چې په چاپېره مو د فیضي خواږه ګاونډیان را تاو شول هریو په لیوالیتا او بې صبرانه ډول د فېضي د لاس جوړ شوي ټانک انځورنه او وېډوګانې یې راته په خپلو لاسي ټېلفونو کې ښکاره کولې او په ویاړ سره به یې ویلې، چې دا زموږ یو د افغان د لاس جوړ شوی ټانک دی.

ټانکونه نظامي زغره والې وسلې دي او د جګړې په ډګر کې کارول کیږي.

خو په زړه پورې داوه، چې ارمان فېضي دغه ټانک د خپلو کلیوالو خلکو د کلیوالي ستونزو د حل په موخه جوړ کړی و.

دی وايي چې "کله خپل ټاټوبي پنجشیر ته ستون شوم هلته مې د زمرد کان کارکونکي ولیدل، چې په خورا ستختو شرایطو کې په کان کې کار کوي" د ده په وينا هملته يې له دوی سره ژمنه وکړه، چې د دوی دغه حالت ته به د پای ټکی ږدي.

له ارمانونو ډک زړی ارمان، چې دا مهال په کابل کې میشت دی، یواځې یې تر شپږم ټولګي پورې زده کړې کړي او د اقتصادي ستونزو له امله یې د ځوانۍ له لومړیو څخه د خرادۍ کسب ته مخه کړې ده.

دی وايي، چې د دې ټانک د جوړولو لاهم ۱۵ سلنه چارې پاتې دي.

ده د ټانک جوړولو د مفکورې په اړه زياته کړه "کله چې د ملګرو سره، څو جمعې د پنجشیر زمردو کان ته لاړم د کان کارکوونکو په ډېرې ستونزې سره له کان د ننه د کراچې په وسیله تیږې او شګې را اېستلې له ځانه سره د کار کوونکو په حال خپه شوم" دوی وايې وروسته په ناببره د همدې ستونزې د حل په سوچ کې و، چې د کارګرو د اسانتيا په موخه ورته د ځنځير لرونکي ټانک جوړول يې ذهن ته راغله او له ځانه سره د دغه ټانک نقشه طرحه کړه.

ارمان وايي، چې وروسته له هغه بیا دغه ټانک د درېيو میاشتو په اوږدو کې جوړه کړه.

دغه ځوان ټانک يې په شخصي لګښت جوړ کړی او تل يې هدف دا وو، چې زيار کښو هېوادوالو ته باید د اسانتيا يوه وسيله رامنځ ته کړي.

ارمان زیاتوي، چې د کار د سر ته رسولو په اوږدو کې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ شوی، د زمرد دکان بې وزلو او خولې شویو کارګرو هغه بې وزله انځور یې د ټانګ جوړولو چارې لا ګړندې کړې.

ارمان له هیلو ډکې نړۍ څخه خبرې کولې او راز راز خیالونه او فکرونه یې د راتلونکي له پاره په سر کې لرل.

ارمان وايي، چې که دولت یې په دې برخه کې ملتیا وکړي، نو لرې به نه وي، چې په هېواد کې د کانونو د کارکوونکو ستونزې به حل شي.

دی د ټانک د وړتیا په اړه وايي، کولای شي چې په یو وخت کې یو ټن ټوکي ولیږدوي.

په تېرو ۱۳ کلونو کې د ارمان فیضي په څېر یو شمېر ځوانانو د داسې وسایلو په جوړولو توانیدلي و، چې د چارواکو له لوري ورته کومه پاملرنه ونه شوه.

ارمان فیضي د خبرو په پای کې وویلې، چې له حکومت څخه غواړي، څو د ټولنې ځوان قشر ته پاملرنه وکړي.

کله چې د فېضي له دوکان څخه مې څه واټن واخیست له ځانه سره مې و وېلې، چې ای کاش دولت داسې کسانو ته د کارونو د پراختیا له پاره ځانګړې پاملرنه کړي وای.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام