د ارزګان ولایتي اداره وایي، د ماشومانو د ملاتړ ادارې هغه پنځه تنه کارکوونکي چې شا وخوا یوه نیمه میاشت وړاندي د دې ولایت کرم آب مانده ته څېرمه د سولي په سیمه کې د وسلوالو طالبانو له لوري تښتول شوي وو؛ ووژل شول.
د سرپرست والي ویاند دوست محمد نایاب په وینا دغه کسان د یاد ولایت د چنارتو ولسوالۍ په پاتان نومي سیمي کې لومړی په ډزو ویشتل شوي او وروسته د همدې سیمې په یوه دښته کې غورځول شوي.
نایاب وویل، چې په وژل شویو پنځو کسانو کې ۴ تنه د ارزګان او یو تن د ننګرهار ولایت اوسیدونکی دی.
د نایاب په خبره، په ۵ تنو وژل شویو کې ۴ تنه د ماشومانو د ملاتړ ادارې کار کوونکي او یو تن یې موټر چلوونکی و.
دی وایې، دا کسان شا وخوا یوه نیمه میاشت وړاندې هغه وخت وتښتول شول، چې دوی د یادې مؤسېسي له لورې په سولي نومي سیمه کې د اوبو لپاره د ویستل شویو برمو نه د کتنې په موخه هلته تللي وو.
بل خوا د ارزګان ولایت د چوري ولسوالۍ امنیه قومندان عبدالقوي سلام وطندار ته د ټیلیفون په کرښه وویل، چې تېره ورځ مازدیګر د دې ولسوالۍ په زرزګي سیمه کې د ماین چاودني له امله ۴ تنه سیمه ییز پولیس وژل شوي او درې تنه ملي پولیس ټپيان شوي دي.
قومندان قیوم وايي، دغه چاودنه په داسې وخت کې وشوه چې تیره ورځ ماسپښين شا وخوا درې بجې ملي او سيمه یيز پوليس د امنيتي پوستي پر لوري روان وو.
د امنيه قومندان د معلوماتو له مخې له چاودنې وروسته د دولت او وسله والو مخالفینو تر منځ نښته رامنځته شوه، چې د ماسختن تر ۸ بجو یې دوام وکړ، چې مخالفینو ته په کې درنه مرګ ژوبله واوښته.
تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.