اداري فساد د سولې او هوساینې په لار کې اساسي خنډ

یوناما «له ستراتېژيو تر تطبیقه: د فساد پر وړاندې د افغانستان مبارزې» تر نوم لاندې تازه ریپوټ کې د افغان دولت له درېیو قواو سره د مدني ټولنو او خپلواکو بنسټونو همکاري څېړلې ده.

د دغه ریپوټ د موندنو پر اساس له تاوتریخجنو نښتو وروسته، اداري فساد افغانستان کې له سترو ننګونو شمېرل کېږي.

د افغانستان له‌پاره د ملګروملتونو سازمان ځانګړی استازی تدامیچي یاماموتو وايي، سره له دې چې حکومتي چارواکیو د دغه راپور د شمېرو او نظریو په چمتوکولو کې فعاله ونډه اخیستې چې د حقوقو او پالیسیو اصلاحات رامنځ ته شوي، خو فساد لا هم افغانستان کې د سولې او هوساینې ټینګښت په لار کې اساسي خنډ دی.

له دې سره ـ سره یوناما له اداري فساد سره د مبارزې له‌پاره د افغان حکومت له یوشمېر اقدامونو هرکلی کړی‌دی.

د افغانستان له‌پاره د ملګروملتونو سازمان ځانګړي استازي ویلي، افغان حکومت د ۲۰۱۷ کال ډسامبر میاشت کې له اداري فساد سره د مبارزې په موخه یوه کړنلاره طرح او تصویب کړه چې یوه مناسبه او وړ طرحه ده.

د ښاغلي یاماموتو په وینا، افغان حکومت تېر میلادي کال کې د جزايي کد نوي قانون نافذ کړی چې د اداري فساد پر وړاندې د ملګرو ملتونو له کنوانیسیون سره په مطابقت کې د اداري فساد ټول اجباري جرایم په کې ذکر شوي‌دي.

د یوناما راپور په اساس، افغانستان له اداري فساد سره د مبارزې په چارو کې پرمختګونه درلودلي او د دغې تازه کړنلارې چمتو کول افغانستان سره د قوانینو په اصلاحاتو او له فساد سره د مبارزې بهیر په اصلاح کولو کې مرسته کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام