احمد ضیا مسعود د ولسمشر د فرمان په اساس له‌دندې ګوښ شو

په اصلاحاتو او ښې حکومتولۍ کې د ولسمشر ځانګړی استازی احمدضیا مسعود د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان پر بنسټ له‌دندې ګوښه کړای شو.

د افغانستان د چارو ادارې په رسمي پاڼه کې د احمدضیا مسعود د ګوښه کېدو خبر رسمي تایید شوی دی.

د چارو اداره په خپله پاڼه کې په ډیرو لنډو ټکو لیکلي: " د اساسي قانون د ۶۴مادې او ۱۳ مې فقرې پر بنسټ په اصلاحاتو او ښې حکومتولۍ کې د ولسمشر ځانګړي استازي احمدضیا مسعود له دندې د عزل کېدل منظور شو ".

د په پاڼه کې د احمدضیا مسعود له دندې د لرې کېدو اصلي لامل او نورو په باب نور جزیات نشته.

په‌دې اړه احمدضیا مسعود او نوموړي ته نږدې کسانو تر اوسه څه نه‌دي ویلي.

احمدضیا مسعود، په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د اوسني ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د تحول او تداوم د ټیم پلوی و.

له بل لوري عطامحمد نور هم په دې اړه د حکومت پر اجرایوي مشر ډاکټر عبدالله نیوکې کړي او ویلي دي، چې ډاکټر عبدالله باید په دغه برخه کې د مسعود کورنۍ ته ځواب ورکړي.

هغه په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي، چې موږ د ډاکټر عبدالله غبرګون ته منتظر یو.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د لوړ پوړو پوځي منسوبینو پر تعییناتو د څارنې عالي بورډ رییس امرالله صالح په رسمي ډول خپله دنده پېل کړه. 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام