د ښې حکومتولي په برخه کې د ولسمشر ځانګړی استازی احمد ضیا مسعود وايي، چې د دولت په کلیدي پوستونو کې د کسانو په ګومارلو کې له ده سره سلام مشورې نه کېږي او په دولتي ادارو کې قومي مسلې هم زیاتې شوي دي.
مسعود نن (پنج شنبه) په کابل کې په یوې خبري غونډه کې وویل، چې د ده د صلاحیتونو له مخې هر دولتي چارواکی باید د دوی له تایید وروسته وګومارل شي؛ خو دوی هېڅ خبر هم نه وي، چی یو دولتي چارواکی ګومارل شوی وي.
دغه راز، د ښې حکومتولۍ په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي وویل، دولتي بنسټونه سیاسي او قومي شوي دي او په دولتي ادارو کې قومي مسلې زیاتې شوي.
د مسعود پروینا ترڅو پورې چې دولتي ادارې او امنیتي بنسټونه ملي نه شي خورا ستونزمن کار دی، چې ولس پر دغو بنسټونو باور وکړي.