د افغانستان نوې ملي جبهې ویاند سیدجواد حسیني نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې دا جبهه وروسته لهدې له لوی ملي اېتلاف سره د ځېنو اختلافاتو پر سر ګډ فعالیت نهلري او په رسمي ډول یې له دې اېتلاف سره اړیکې پرې کړېدي.
د ښاغلي حسیني په وینا، د افغانستان نوې ملي جبهه هیلهمنه وه چې د افغانستان د لوی ملي اېتلاف په چوکاټ کې راتلونکیو ولسمشریزو ټاکنو ته یوه واحده ډله معرفي کړي؛ خو د جبهې او د لوی ملي اېتلاف له لوري د دولت او د حکومت اجرایوي ریاست جوړښت پر سر اختلافات د دې لامل شول چې دا همکاري لهدې وروسته ادامه پیدا نهکړي.
د افغانستان نوې ملي جبهې په خبرپاڼې کې راغلي چې وروسته لهدې به خپل سیاسي فعالیتونه په جلا ډول تنظیم کړي.
خو د افغانستان د لوی ملي اېتلاف غړی محمد ناطقي د اجرایوي ریاست پر سر اختلاف بهانه وګڼله او ویې ویل چې د افغانستان د ملي جبهې مشر انوارالحق احدي ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماندۍ ډېره لېوالتیا لرله او ویلي یې وو، که د اېتلاف نوماند وي؛ د اجرایوي ریاست څوکۍ سره ستونزه نهلري.
د ښاغلي ناطقي په وینا، د افغانستان لوی ملي اېتلاف د ولسمشريزو ټاکنو لهپاره د نوماندانو د غوره کولو نوملړ جوړولو چې ښاغلی احدي هم پهکې شاملېدلو.
په افغانستان کې اېتلافونه ډېر ژر جوړېږي چې له څوو میاشتو یا ورځو وروسته بېرته شیندل کېږي او ورک کېږي.