اجرایوي رییس: سبا په رسمي توګه د ټاکنیزو نظام سمون پیليږي

د حکومت اجرایوي رییس ډاکټر عبدالله عبدالله وايي، چې په ټاکنیزو نظام کې له سمون راوستلو پرته نه باید ټاکنې وشي او د ټاکنو په بنسټ کې د سمون راوستلو چارې له ولسمشر سره په همغږې په رسمي ډول سر له سبا شروع کېږي.

عبدالله نن (دوشنبه) د وزیرانو شورا په غونډه کې وویل، په ټاکنیز نظام کې د سمون ځنډ له نظام څخه د ځېنو سیاستوالو د څنګ ته کېدو لامل شوی دی.

د اجرایوي رییس په خبره، هغه ژمنه چې حکومت د ټاکنیز بنسټ د سمون په برخه کې له ولس سره کړې وه، د روان کال د بروکسل کنفرانس له پیل مخکې به یې عملي کړي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې دویم مرستیال نعمت الله غفاري سلام وطندار ته وويل، په ټاکنیز نظام کې د سمون راوستلو چارې د ټاکنیزو کمېسیونونو د واکونو، دندو او تشکیل په اړه ولسمشر په تقنیني فرمان پورې تړلي، چې د ملي شورا له خوا باید د تایید رایه واخلي.

غفاري په ټینګار سره وايي، چې د ولسمشر تقنیني فرمان له تصویب مخکې هر ډول سمون به د اساسي قانونو خلاف کار وي.

ولسي جرګې په ټاکنیز نظام کې د سمون راوستلو په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان د رایو په اکثریت رد کړ، خو د مشرانو جرګې بیا د تعدیلاتو په راوستلو تایید کړ.

په پام کې ده، چې د ملي شورا د دواړو جرګو له غړیو د تقنیني فرمان د تایید له پاره يو ګډ کمېسیون جوړ شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام