د ملي یووالي حکومت اجرایه رییس عبدالله عبدالله تېره ورځ د (جون په ۲۴مه) د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي سره په خبرو کې وویل، په ټاکنیز نظام کې سمون راوستل، زما او د افغان ولس لپاره سره کرښه او حتمي مسله ده.
عبدالله وویل په ټاکنیز نظام کې سمون راوستل، د ملي یووالي د حکومت په رامنځته کېدو او سیاسي هوکړه لیک له مهمو بنسټیزو مسایلو نه وو، ده وویل "په دې شپو او ورځو کې په ټاکنیز نظام کې د سمون په راوړلو او کاري پیل باندې جدي خبرې روانې دي".
عبدالله زیاته کړه "په ټاکنو کې د روڼتیا ټینګښټ، د روښانه میکانیزمونو طرحه، په ټاکنیز بهیر د خلکو د بارو خپلول او د ولس د رایو سلامتیا؛ د ټاکنیز نظام د سمون له مهمو مسایلو ځنې شمېرل کېږي".
د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال تداماچي یاماموتو وویل، چې په ټاکنیز نظام کې سمون راوړل، له ټاکنیز بهیر سره د ملګرو ملتونو د مالي او تخنیکي مرستې شرط دی.
ملګرو ملتونو د تېرو او۹۳ کال ټاکنو نه په تجربې سره د ملي یووالي حکومت ته په ټاکنیز نظام کې د سمون راوستلو له پاره یو طرحه هم وړاندې کړې ده.
دغه استازي حساب ورکول تر ټولو مهم اصول یاد کړ، او زیاته یې کړه، چې ملګري ملتونه په دې برخه کې جدي ټنیګار کوي وايي، چې د افغان ولس د باور له پاره په ټاکنیزم کې سمون تر ټولو مهم اصل دی.
نوموړي تېرو ټاکنو ته په اشارې سره وویل، چې د ملګرو ملتونو سازمان ارزونې ښيي، چې د افغان ولس په ټاکنو کې درغلي کوونکو د عملي مجازات غوښتونکي دي.
دغه استازي د ملي یووالي حکومت د رهبرانو عزم، د ټاکنو په نظام کې د سمون راوړلو په برخه کې؛ برخلیک ټاکونکی عنصر وګڼلو او زیاته یې کړه، چې ملګري ملتونه د دیموکراسۍ او د افغانستان د ټاکنیز نظام نه ملاتړي دي.
پرون ورځ د ولسمشر غني او عبدالله تر منځ په ټاکنیز نظام کې د سمون کمېسیون پر رییس د هوکړې راپورنه خپاره شول. خو تر دې مهال معلومه نه ده، چې څوک د دغه کمېسیون د رییس په توګه معرفي کړي.
د اجرایه رییس د ویاند مرستیال جاوید فیصل وویل، چې هیڅ ډوله بهانه نه شته، چې په ټاکنیز نظام کې د سمون راوستلو د کار مخه ډپ کړي او زیاته یې کړه، چې دغه کمېسیون په راتلونکې اونۍ کې خپل کار پیل کړي.
په ټاکنیز نظام کې د سمون کمېسیون رامنځته کول، د ملي یووالي حکومت د رهبرانو تر منځ د هوکړه لیک اساسي اصل و.