د ملي یووالي د حکومت اجرایه ریاست د ټاکنو د له کمیسیونونو سره د مرستو د نه کولو ملاتړی دی.
د اجریه ریاست ویاند مجیب الرحمن رحیمي سلام وطندار سره په خبرو کې ویلي دي، هغه هېوادونه چې د ټاکنو له خپلواک کمیسیون سره مرستې کوي او دا مهال یې د مرستو د غوڅولو پرېکړه کړې ده؛ هرکلی کوي.
د ټاکنو نړیوالو ملاتړو بنسټونو په تازه وختونو کې خبرداری ورکړی؛ که چېرې د ټاکنو په کمیسیونونو کې اړین سمونونه رانه شي؛ خپلې مرستې به ودروي.
رحیمي وايي، چې دغه مرستې باید تر وروستۍ کچې پورې راکمې شي او د دغو مرستو زیاته برخه په ټاکنیز نظام کې د سمون له کمیسیون سره وشي.
په ټاکنیز نظام کې د سمون راوستلو کمیسیون له هغو برخو نه و، چې د ملي یووالي د حکومت په رامنځته کېدو په لومړي سر کې د ولسمشر او اجرایه رییس ترمنځ پرې هوکړه وشوه.
ولسمشر امریکا ته تر تګ وړاندې شکریه بارکزۍ په ټاکنیز نظام کې د سمون راوستلو کمیسیون رییسه وټاکله او دا کار د اجرایه رییس له مخالفت سره مخ شو .
د اجرایه رییس ویاند وایي، چې د دې کمیسیون د رییس د ګومارنې په چارو کار روان دی او اجرایه ریاست د ولسمشر فرمان ته انتظار دی.
د رحیمي په وینا، د ولسي جرګې له ټاکنو مخکې باید د ټاکنونو په کمیسیونونو کې اړین سمونونه راوړل شي.
رحیمي زیاته کړه، په تېرو ټاکنو کې چې کومو کسانو درغلي کړې ده، باید له دندې ګوښه کړی شي.
ټاکنیز کمیسیونونه: د ټاکنو د بودیجې برابرول د حکومت دنده ده
د ټاکنو کمیسیونونه وايي چې د ولسي جرګې د ټاکنو لګښت د حکومت په غاړه دی.
د ټاکنو د شکایتونو د دارالانشا رییس محمد علي ستیغ سلام وطندار ته وویل، مالیې وزارت ته یې له ټاکنیزو کمیسیونو سره د نړیوالو مرستندویه بنسټونو د مرستې د پرېکېدو خبر ورکړی دی.
ستیغ وايي، چې په دې برخه کې مرستندویه هېوادونو خپلې مرستې په دې مشروطې کړي دي، چې باید په روان میلادي کال کې پارلماني ټاکنې تر سره شي.
له بل لوري د ټاکنو څارونکي بنسټونه د ټاکنو له کمیسیون سره د بهرنیو د مرستو د پرېکېدو نه اندېښنه ښيي.
د ټاکنو د روڼتیا رییس نعیم ایوب زاده سلام وطندار ته وویل، په ټاکنیز نظام کې د سمون راوستلو په اړه د حکومت نه پاملرنه د دې لامل شوې ده، چې مرستندویه هېوادونه خپلې مرستې بندې کړي.
ایوب زاده وايي، چې باید ژر تر ژر په ټاکنیز نظام کې د سمون راوستلو کار پیل کړي.
په ورته وخت کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون مرستیال عبدالرحمن هوتکي وايي، چې تر دې مهاله دغه کمیسیون د پارلماني ټاکنو لګښت نه دي برابر کړی.
د هوتکي په وینا حکومت د ټاکنو د لګښت دنده په غاړه لري.
دا په داسې حال کې ده، چې ولسي جرګې هم خبرداری ورکړی؛ که حکومت د ولسي جرګې ټاکنې په خپل وخت پیل نه کړي؛ ښايي چې دغه جرګه خپل مشرو عیت له لاسه ورکړي.
د دغو وکیلانو په خبره، که د ولسي جرګې د ټاکنو وخت ونه ټاکل شي؛ د ملي شورا کار به له مشکل سره مخ شي.
ټاکل شوې وه، چې د ولسي جرګې ټاکنې د روان لمریز کال د ثور پر ۲مه ترسره شوي، خو حکومت د ټاکنیز نظام د سمون له امله دغه ټاکنې یو کال وځنډولې.