اجرايوي ریاست: د برېښنايي تذکرو د مامورینو يواځې دندې ځنډول شوي

د اجرایه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل وايي، چې د برېښنايي تذکرو د ادارې مامورین له دندو ګوښه شوي نه دي، یواځې یې دندې ځنډول شوي دي.

تېره اۍونې د وزیرانو شورا په ناسته کې عبدالله عبدالله وویل، چې تر راتلونکو دوو اونیو پورې به هرومرو د یادو کسانو د ګوښه کېدلو لامل څرګند شي.

د اجرایه ریاست د ویاند مرستیال سلام وطندار سره په خبرو کې زیاته کړه، چې د اجرایه ریاست څېړنو وښودله، چې د یادو مامورینو د دندو ځنډېدل د نړیوالو مرستیو د پرېکېدو پورې تړاو لري.

همداراز نوموړي وویل، په دندو کې ځنډ به د برېښنايي تذکرو د ویش تر پیل پورې دوام وکړي.

فیصل زیاته کړه، چې دوی دغه څېړنه له یادې ادارې سره شریکه کړې ده او هیله یې څرګنده کړه، چې د برېښنايي تذکرو د ویش له پيلېدو سره سم به یاد کسان بیا ځلي جذب شي.

۳ اونې وړاندې د برېښنا يي تذکرو د ویش ادارې ۸۰۰ مامورین له دندو و باسل.

د برېښنايي تذکرو د ویش ادارې رییس زمري باهر سلام وطندار ته د یادو کسانو د دندو ځنډېدلو لامل له یادې ادارې سره د نړیوالو مرستو غوڅېدل بولي.

په ورته وخت کې د یادې ادارې ګوښه شوي مامورینو سلام وطندار ته د نوم نه اخیستلو په شرط وویل، د روان میلادي کال د جولای میاشتې تر ۱۵ مه ورته د کار کولو فرصت ورکول شوی او له  دغه تاریخ نه وروسته یې برخلیک ناڅرګند دی.

څه وخت وړاندې د برېښنايي تذکرو د وېش ادارې مالي ملاتړو بنسټونو خبرداری ورکړی و، که چېرې د برېښنايي تذکرو د ویش لړۍ پیل نه شي دوی به خپلې مرستې پرې کړي.

دوې اوونۍ وړاندې ولسمشرغنې د یادې ادارې رییس سره په لېدو کې یادې ادارې ته هدایت  وکړی، چې تر راتلونکې یوې اونې پورې د برېښنايي تذکرو د وېش ازمایښتې طرحه جوړه کړي او باید د ۹۰ ورځو له پاره له کابل څخه د ویش لړۍ پېل شي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام