اتمر: سوله او د مشرتابه بدلون مو اصلي موخه ده

محمدحنیف اتمر د خپل ټاکنیز ټیم له‌پاره د سولې او اعتدال شعار په ټاکلو سره په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې نن به د ولسمشرۍ ټاکنو له‌پاره نوم‌لیکنه وکړي.

د ولسي جرګې د تېرې دورې رییس محمدیونس قانوني یې د لومړي او د ملي یووالي حکومت د اجرایوي رییس لومړی مرستیال محمدمحقق یې د دویم مرستیال په توګه اعلان کړل.

له پخواني ولسمشر حامد کرزي او حضرت صبغت‌الله مجددي سره یې د خپل ټاکنیزې ډلې د بریا له‌پاره دعا اخېستې ‌ده.

د دې ټاکنیزې د مسوولانو په وینا، د عطا محمد نور، تورن اسماعیل، نادري کورنی، ګیلاني کورنی، جیلاني پوپل، برنا کریمي، اصف رحیمي، وحیدالله سباوون، ‌دین‌محمد جرائت، فوزیه کوف، کریم الله نقیبي، عبدالستار مراد، انجینیر سروري، عبدالمالک، بازمحمد احمدي او بسم الله محمدي په ګډون ۳۰ ګوندونو او سیاسي جریانونو د سولې او اعتدال له ډلې ملاتړ اعلان کړی‌دی.

ده ژمنه ورکړه چې په خپل ټاکنیز ټیم او د افغانانو په باور به سیاسي سودا ونه‌کړي.

ښاغلي اتمر د سولې او اعتدال ټاکنیزې ډلې موخه د افغانستان ژغورنه او له اوسني حکومته ژغورنه په ګوته کړله.

د ده په وینا، په اوسني حکومت کې له څلورو سترو خطرونو سره مخ دی چې عمده هغه یې تحمیلي او ظالمانه جنګ او د حکومت بې‌توانايي ده. ده ډاډ ورکړ چې د سولې او اعتدال ډله به دا وضعیت بدلوي.

د ده په وینا، ریاستي نظام ته دوام ورکوي خو غواړي ځېنې بدلونونه په‌کې راولي.

ښاغلي اتمر زیاته کړه چې له ترهګرۍ سره مبارزه، تل‌پاتې سوله او اقتصادي پرمختګ یې د بهرني سیاست عمده برخې دي چې له نړۍ‌والې ټولنې سره له مرستې او همکارۍ پرته نه ترلاسه کېږي.

د سولې او اعتدال ټاکنیز ډلې لومړي مرستیال یونس قانوني وویل چې په رسنیو کې د دوی پر ضد بېلابېل تبلیغات کېږي؛ خو سره یې وویل چې دوی د سیاسي نظام د جوړښت بدلون غواړي؛ خو موخه یې د فدرالي او پارلماني نظام رامنځته کول نه‌دي.

له ښاغلي اتمر مخکې ۸ کسانو ځانونه ولسمشري ته نومولي دي.

د ولسمشري ټاکنو کې د سیالۍ له‌پاره د نوم‌لیکنې لړۍ به د مرغومي تر ۳۰ نېټې دوام وکړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون پرون ویلي چې دا نېټه به ونه غځېږي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام