اتمر: د کندهار په برید کې نوي چاودیدونکي توکي استعمال شوي

د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر وايي، د دوی د لومړنيو څېړنو نتیجه ښي، چې د کندهار ولایت د ودانۍ دننه چاودنه کې داسې چاودیدونکي مواد استعمال شوي و، چې له دې وړاندې د افغانستان په ځانمرګو بریدونو او چاودونو کې هیڅ کارول شوي نه و.

محمد حنیف اتمر زیاته کړې، چې د دې پېښې اصلي ريښو پېدا کول اسانه کار نه‌دی او په دې اړه ولسمشرمحمد اشرف غني یو قوي تحقیقاتي ټيم ټاکلی دی.

د ملي امنیت سلاکار وايي، چې دغه برید د وسله‌والو طالبانو له‌خوا شوی او که د دې پېښې مسوولیت د دغې ډلې له‌خوا منل کيږي او کنه، خو پر وینا يې دلته د هر تروریستي برید مسوولیت د دوی پر غاړه دی.

د هغه پر خبره، وسله‌وال طالبان به هیڅ د افغانستان د خلکو له‌خوا و نه بخښل شي.

هغه تېره ورځ (چهارشنبه جنوري ۱۱مه) ناوخته کندهار ته تللی وو او دا خبرې يې خبریالانو ته کړې دي.

د ملي امنیت سلاکار د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کندهار ولایت ته تللی و.

حنیف اتمر په داسې حال کې د کندهار په برید کې د نویو چاودیدونکو توکو له استعماله خبر ورکوي، چې په‌دې وروستیو کې د افغانستان په داخلي چارو کې د روسیې او ایران د لاسوهنو په اړه په رسنیو کې تحلیلونه زیات شوې دي.

روسيې هم په رسمي ډول تایید کړی، چې دوی له وسله‌والو طالبانو سره اړيکې لري.

له بل لوري بیا تیره ورځ د کندهار امنیه قومندان بیا ویلي و، یاد برید د پاکستان "ای، ایس، ای" ادارې د حقاني شبکې په مرسته ترسره کړی دی.

د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر په کندهار، کابل او هلمند ولایتونو کې وروستیو پيښو ته په اشارې سره وویل، په امنیتي تدابیرو کې ناغیړي شوې ده، ځکه پر وینا يې دا بریدونه ناڅاپي نه وو، بلکې پلان شوي و، خو مخه يې ونه نیول شوه.

اتمر د کندهار په وروستۍ پيښه کې د ټپيانو روغتیايي حالت د ډاډ وړ یاد او زیاته يې کړه، د کندهار والي او د اماراتو سفیر په ګډون د ټولو ټپیانو روغتیايي حالت ښه دی.

د یادوني وړ ده، چې د سې شنبې په ماښام (جنوري ۱۰مه) د کندهار ولایت په میلمستون کې یوې چاودنې د کندهار والي او د امارات متحده عرب د سفیر په ګډون ۱۸ تنه ټپیان او د کندهار د مرستیال والي عبدالعلي شمسي په ګډون يې ۱۱ لوړپوړي چارواکي ووژل .

وسله‌والو طالبانو په دې پېښه کې لاس لرل رد کړل او بلې ډلې هم د مسوولیت په اړه څه نه دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام