فلم په یوه جګړه پیل کېږي، د یونان د ښاري حکومت یو شاه پر بله ځمکه برید کوي، پرېکړه په دې کېږي، چې د ډېرو وینو تویولو پر ځای به له هرې خوا یو جنګیالی وجنګېږي او هر یو چې بریالی شو، جګړه هغوی ګټلې، له یوه لوري یو پهلوان جنګیالی راوغوښتل شي او له بلې خوا اشیل یا الکلیس میدان ته شي، الکلیس جنګ نه کوي، خو د مقابل لوري شاه ورته وايي، چې د دې خلکو له پاره جنګ وکړه، که جنګ ونه کړئ! دوی به ووژل شي، الکلیس په مقابل پهلوان ورمنډه کوي او په یو ګوزار خپله توره په کې خښوي.
څو کاله وروسته د ټرای د ښار دوه شهزادګان په سپارټا کې مېلمانه وي، کشر شهزاده پاریس د سپارټا له ملکې هیلین سره تار وغځوي او سبا یې ځان سره ټرای ته وتښتوي. د سپارټا شاه د یونان په شهنشاه پسې لاړ شي او ورته ووایي، چې مېرمن مې باید بېرته راولم او شهزاده پاریس باید ووژنم، هغه ورسره مرستې ته چمتو کېږي او په ټرای د برید له پاره زر کښتۍ او پنځوس زره پوځيان تیاریږي، خو شاه ته ویل کېږي، چې الکلیس باید په جګړه کې وي، ګني جګړه نه شو ګټلی، په سبا یې ټرای د ساحل خوا ته زر کښتۍ روانې وي، د الکلیس تور بادبان لرونکې کښتۍ تر ټولو مخکې وي او په پنځوسو کسانو د اپولو (الهې) معبد ونیسي.
څو ورځې وروسته د ټرای کلا مخې ته د یونان پوځونه ودرېږي، پرېکړه په دې کېږي، چې شهزاده پاریس به د هیلین پخواني خاوند سره په یوازې ځان جګړه کوي او د بریا پرېکړه به همدلته کېږي، په جګړه کې پاریس کمزوری کیږي، مشر ورور یې د هیلن پخوانی خاوند وژني، خو دا چې د جګړې اصول ماتېږي یوناني پوځیان په ټرای کلا برید کوي او تر سختې جګړې وروسته ماتې خورې او خپلو کښتیو ته ورستنېږي. د جګړې د ماتې لامل پاچا سره د الکلیس مخالفت او په جګړې کې برخه نه اخیستل په ګوته کېږي.
د شپې پرېکړه کېږي، چې د ټرای پوځ به ساحل کې پر یوناني پوځ برید کوي، برید کېږی، د الکلیس د تره زوی د الکلیس زرې اغوندي او په جګړه کې د شهزاده پاریس د مشر ورور په لاس وژل کېږي، چې دا کار د الکلیس غوسه زیاتوي.
الکلیس سبا د ټرای کلا مخې ته راځي، مشر شهزاده سره لاس په لاس جګړه کوي، هغه وژني او جسد یې آسونو پسې کش کوي، د شپې د ټرای پاچا راځي او د خپل زوی جسد له الکلیسه په سوال غواړي، الکلیس له جسد سره د شهزاده په احترام دولس ورځې اوربند اعلانوي.
دولس ورځې وروسته ګوري، چې په ساحل کې لوی لرګین آس ولاړ دی، د ټرای پاچا راځي، یونانیانو عقب نشیني کړې وي، دوی فکر کوي، چې ګني تښتېدلي او لرګین آس یې د ډالۍ په توګه پرېښی، د شهزاده پاریس له مخالفت سره بیا هم آس د ټرای کلا ته راوړل کېږي او د شپې د آس له ګیډې یوناني پوځیان راوځي، کلا کې جګړه ګرمېږي، د ټرای شاه وژل کېږي او شهزاده پاریس د الکلیس له لویې کمزورۍ ګټه اخلي، په پونده یې په غشي ولي، الکلیس مري ، ټرای د یونانیانو لاس ته ورځي او فلم ختمېږي.
دا فلم د مشهور یوناني شاعر (هومر) په حماسي اثر ( ایلیاد) جوړ شوی دی، دغه اثر د ځېنو سرچینو په حواله له ۱۱۸۴ تر ۱۱۹۴ ق م کې لیکل شوی دی، خو د سینما پردې ته په ۲۰۰۴ ز کال کې راغلی دی.
تبصرې
ښځینه اړخ:
له دې کیسې ښايي ډېر خلک خبر وي، لوستې یې وي او خبرې یې پرې کړې وي، خو یو واضح پیغام چې راغلی ، هغه دا دی، چې د ټرای ټوله جګړه د ښځو په سر رامنځته شوې ده، د دې لامل ښایي د هغه یوناني تصور و، چې ښځه د نر مسخه شوی شکل او د ټولو بدیو اصلي لامل ګڼل کېده. لومړی جګړه د هیلن په سر وي، بیا الکلیس د ټرای د پاچا وریره اسیره ونیسي، دا غواړي هغه خوشې کړي، خو د یونان پاچا یې مخالفت کوي او همدا لامل کېږي، چې د الکلیس اړیکې له پاچا سره خرابېږي.
دوه حالتونه ښودل شوي، یوې خواته ټرای ده، چې ټول پوځ یې د اپولو الهې په مرسته یوازې د ټرای له پاره جګړه کوي او وایي، چې که د ټرای پوځیان له خپلو مېرمنو سره مینه لري او ټرای خپله مور ګڼي نو باید ورته وجنګېږي، کله چې د جګړې او بایلات خطر پېښېږي، نو د ټرای شهزادګان خپلو مېرمنو ته پټې لارې ښيي چې وتښتي او د ټرای پوځیانو ته په لاس ورنه شي، ځکه هلته به د دوی عزت خوندي نه وي، یعنې دلته دا ښکاري، چې د ښځو ارزښت یونان په پرتله ټرای کې ډېر وو.
کرکټرونه:
برعکس د یونان د اړخ هر یو کرکټر خپلې انفرادي غوښتنې لري، د هیلن خاوند وایي، چې زه د خپلې مېرمنې او د انتقام اخیستلو له پاره جنګېږم، شهنشاه وایي، چې زه ټرای نیسم، الکلیس په لومړیو کې وايي، چې د یونان له پاره جنګیږم، خو وروسته بیا یوازې د خپل مړ شوي تره زوی انتقام اخلي. که څه هم د فلم اصل اتل پاریس دی، خو کیسه ټوله په الکلیس ورڅرخېږي.
د الکلیس پښه:
اسطوره دا ده، چې الکلیس په ماشومتوب کې خپلې مور د ژوند په سیند کې لمبولی وي او همدا لامل وي، چې په جګړه کې نه مري او وجود یې د دښمن له وسلې خوندي وي، خو د دې ټول قوت سره یوه کمزوري هم لري، کله چې الکلیس د ژوند سیند کې غوپه کېږي؛ نو مور یې دی له پوندې نیولی وي او پونده یې وچه پاتې شوې وي، ځکه خو د فلم په وروستۍ برخه کې ګورو، چې شهزاده پاریس دا کمزورې لیدلې وي او زهرجن غشی د الکلیس په پونده کې خښ کړي.
فلم:
فلم په ۲۰۰۴ ز کال کې جوړ شوی دی او ډېره برخه یې کمپیوټري ګرافیک دی، که څه هم په دې توانیدلي، چې لرغونی حالت په ښه ډول وښيي، خو بیا هم د سینما د برخې ځېنې نقادان په دې باور دي، چې فلم کې د کیسې اصلي حالت نشته او اصلي کیسه یوه سوداګریزه بڼه خپله کړې ده. د فلم نوعیت ته په کتو دا دعوه سمه ځکه ده، چې Troy د اکشن فلم دی او د جوړوونکو نظر به یې د هنر تر څنګ مالي او سوداګریز اړخ ته ډېر وو.
د فلم یوه مهمه ځانګړتیا موسیقي او افکټونه دي، د جګړې په میدان کې تورو شرنګ، د ګاډیو غږ، له حالتونو سره سمه موسیقي او حتا د پوځيانو د پښو درزا د فلم خوند لاپسې ډېروي. هغه وخت چې د ټرای خلک په تمه وي او یونان پوځ راځي نو د هغوی د پښو د غږ له پاره داسې افکټ ټاکل شوی، چې لیدونکي فکر کوي، چې له غږ سره ګني ځمکه هم اهتزاز کوي.
د فلم جوړونکو په وینا تر ټولو ستره ننګونه ورته په سیند کې د زرو کښتیو متحرک ښودل وو، ځکه د زرو کښتیو امکانات نه وو، دوی له یوې کښتۍ زر نقله ویستلي او جالبه دا ده، چې د هر یوې بادبان جلا رنګ لري او متحرک ښودل کېږي.
لیکوال یې وایي په کیسه کې تر ټولو ستر ارزښت دا دی، چې انسانان د انسانان په وړاندې جنګېږي، هېڅ ښه او بد نه دي ښودل شوي او لیدونکی د دواړو په مرګ خفه کېږي، دا حقیقت دی، ځکه کله چې د ټرای پاچا د خپل ځوانیمرګ زوی جسد پسې راځي، نو الکلیس ته وایي، چې د څومره خلکو تره زامن وژلي، څومره ورونه، څومره پلرونه، څومره ورونه او څومره مېړونه … الکلیس چې دا خبرې واوري؛ نو لاړ شي او د ځوانیمرګ شهزاده جسد ته په چیغو وژاړي.
یوه ډېره جالبه پېښه د ټرای کلا د دېوال ده، دا دېوال یو ځل جوړ شوی او شوټنګ ته چمتو و، پلان دا و، چې سبا به شوټینګ کېږي، خو دا چې دېوال په ساحل کې جوړ شوی و، د شپې طوفان راغی او دېوال یې وغورځولو، سبا چې د فلم جوړونې ټيم راغی دېوال یې ویجاړ ولید او د دې دېوال رغولو بېرته ۱۴ ورځې وخت ونیولو، چې په دې څوارلس ورځو کې د فلم شوټنګ بند و.
پېژندنه:
فلم: Troy
ژبه: انګلیسي
تولید: هاليووډ
موده: ۱۶۲ دقیقې
لیکوال: David Benioff
لارښود: Wolfgang Petersen
ریلیز: ۱۴ مئ ۲۰۰۴
لګښت: ۱۷۷ میلیونه ډالر
کاروبار : ۴۹۷،۴ میلیونه ډالر