د کرکټ د نړیوالې شورا مشر ډيو رچرډسن ویلي، چې د کرکټ په را روان ۲۰۱۹ کال نړیوال جام کې به د لوبېدونکیو کرکټ لوبډلو شمېر ۱۰ هغو ته راکم کړي.
پر دې پرېکړې له نیوکو او شکایتونو سره – سره به بیا هم د کرکټ په راتلونکي؛ ۲۰۱۹ کال نړیوال جام کې ۱۰ لوبډلې ولوبېږي.
د یادونې ده، چې د دویمې درجې له لوبډلو نه یوه لوبډله هم په ۲۰۱۵ کال نړیوال جام سیالیو کې د ۸ غوره لوبډلو پړاو ته لاره پيدا نه کړه، خو ایرلینډ د ټېسټ لوبډلو د ماتولو له امله د دې لوبډلې ملاتړیو په پرلپسې ډول غوښتنې شروع کړې، چې د کرکټ لوبډلو په راکمولو سره به د کرکټ د پراخولو پر ځای د کرکټ ساحه راتنګه شي.
رجرډسن وویل، په راتلونکي نړیوال جام کې له ۱۰ لوبډلو نه د زیاتو لوبډلو ورشاملولو نه بهتره ده، چې دویمه درجه لوبډلې نور کوښښ هم وکړي او ځان پر خلکو ومني.
هغه په روان نړیوال کرکټ جام کې د امریکا کرکټ لوبډلې د لارې نه موندلو په اړه اندېښنه وښوده او ویې ویل، چې په امریکا کې د کرکټ ډېر ښه استعدادونه شته او له زمبابوی نه په امریکا کې ډېر کرکټ کېږي.
د ده په خبره، چې متحده عربي امارات نړیوال جام ته لاره موندلی شي؛ نو امریکا یې ولې نه شي موندلی، په وینا یې په راتلونکې کې به دې مسلې ته ډېره پاملرنه کېږي.
د کرکټ نړیوالې شورا مشر منلې ده، چې د کرکټ ۲۰ اوریزې لوبې د کرکټ پر نورو فارمټونو(جوړښتونو) هم اغېز کړی دی.
د معلوماتو له مخې په دې نړیوالو جام سیالو کې لوبېدونکیو لوبډلو درې ځلې له ۴۰۰ نه زیاتې منډې جوړې کړي، چې کریس ګېل، سمېت مارټن ګېپټل په کې غبرګې سلیزې ووهلې.
رچرډسن دا هم مني، چي اوسنۍ لوبې د توپ وهونکیو لپاره ګټورې دي؛ خو د توپ اچوونکیو لپاره زیان لرونکې وې " نو د دې لپاره چې توپ اچوونکیو ته ښه فرصت په لاس ورشي؛ اړینه بلل کېږي، چې د کرکټ ځېنې قوانین بدل شي."
ده وړاندیز وکړ، د دې لپاره یو ښه بدیل دا کېدای شي، چې په وروستیو ۱۰ اورونو کې له کرښې یا داېرې نه بهر د ۴ توپ نیوونکیو پر ځای ۵ توپ نیوونکيو ته اجازه ورکړل شي.
رچرډسن زیاته کړه، دغه بدلونونه به له بالرانو سره مرسته وکړي او له امله به یې د توپ اچونې په برخه کې ښې پایلې ولیدل شي.