ننګرهار؛ د داعش او طالبانو نښتو سلګونه کورنۍ کډوالې کړي

د ننګرهار چارواکي وايي، د دې ولایت د شېرزادو ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د داعش او طالبانو د خپل‌منځي نښتو له امله تر اوسه د ملکي وګړیو ۴۰۹ کورنۍ بې‌ځایه شوې‌دي.

د ننګرهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو رییس نجیب‌الله قیومي وايي، دا کورنۍ د شېرزادو ولسوالۍ د مرکي‌خېلو، ګندمک او یو شمېر نورو سیمو نه د داعش او طالبانو د خپل‌منځي جګړو له امله بې‌ځایه شوي او اوس هم له سیمې د خلکو کډوالي روانه ده.

د کډوالو رییس وايي، دغو ۴۰۹ کورنیو دوی ته د مرستو په موخه عریضې کړي چې شمېر کې زیاتوالی هم راتللی شي.

دی وايي، له شېرزادو او خوږیاڼو د بې‌ځایه شويو کورنیو کره شمېر د معلومولو سروې پیل شوې او دوی چمتو دي چې هر ډول مرسته ورسره وکړي.

ورته مهال د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي منلې چې د شېرزادو له ګندمک، مرکي‌خېلو او ورڅېرمه سیمو نه د داعش او طالبانو د خپل‌منځي جګړو له امله تر اوسه سلګونه کورنۍ بې‌ځایه شوي؛ خو د کره شمېر معلومات نه‌لري.

دی زیاتوي چې شېرزادو کې د داعش او طالبانو جګړه کې دواړو لوریو ته تلفات هم اوښتي؛ خو شمېر به یې وروسته په ډاګه شي.

دی دا هم وايي چې د امنیتي ارګانونو له عملیاتو وروسته به خلکو ته د بېرته ورتګ زمینه برابره شي.

د شېرادو ولسوالۍ له مرکي‌‌خېلو سیمې یو بې‌ځایه شوی کډوال شوکت وايي، سیمه کې یې د داعش او طالبانو تر منځ جګړه روانه ده چې له امله یې سلګونه کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودلو ته اړ شوې‌دي.

دی د ټولو کورنیو په استازولۍ له حکومت د امنیت او مرستو غوښتنه کوي.

د دې ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی او بې‌ځایه شوی کډوال نادرخان وايي، له شېرزادو ولسوالۍ شاوخوا زر کورنۍ بې‌ځایه شوي او له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

دی وايي، جګړه اوس هم روانه ده او سیمه کې پاتې عام خلک کوښښ کوي چې سرونه خوندي ځایونو ته کړي.

شېرزادو کې داعش او طالبان داسې مهال خپلو کې په جګړو اخته کېږي چې له‌دې مخکې د ننګرهار په شینوارو ، خوږیاڼیو او چپرهار کې هم دغو دوو وسله‌والو ډلو اوږدې خپل‌منځي جګړې کړې‌وې.

دا جګړې داسې مهال کېږي چې تېره اوونۍ وسله‌والو طالبانو د همدې شېرزادو ولسوالۍ پر مقام ډله‌ییز بریدونه کړي‌وو چې حکومت او طالبانو ته په‌کې مرګژوبله اوښتې او د طالبانو برید پر شا تمبول شوی‌و.

ورته مطالب:

د طالب او داعش نښتې ۳زره زده‌کوونکي له زده‌کړو بې‌برخې کړي

کونړ؛ د طالبانو او داعش جګړې ۲۵۰۰ کورنۍ بې‌ځایه کړي

کونړ کې د داعش او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام