وروسته له هغې ـ چې طالبانو د الفتح په نوم پسرلني عملیات پیل کړل ـ د تخار دشتقلعه ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر وړاندې د طالبانو بریدونه زیات شول.
وسلهوالو طالبانو وروستیو ورځو کې د ایخانم سرحدي کمیسارۍ ځواکونه محاصره کړيدي.
دې کمیسارۍ کې محاصره شوي سرتېري وايي، له پنځو ورځو راهیسې شاوخوا ۲ سوه طالبانو ـ چې په سپکو او درنو وسلو سمبال دي ـ سرحدي کمیسارۍ محاصره کړې او دوی سره یې نښته پیل کړېده.
د سرحدي ځواکونو افسر عوض محمد وايي، د خوړو او مهماتو کمښت سره مخ دي او امنیتي چارواکیو د مرستندویه ځواکونو استولو په برخه کې په خپلې ژمنې عمل نهدی کړی.
پر همدې مهال د دښتقلعه ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، د دې ولسوالۍ بازار هم د طالبانو محاصره کې دی او څه مرستندویه ځواکونه ـ چې دې ولسوالۍ ته دننه شوي ـ د پولیسو قوماندانۍ او د اوبو تنظیم ادارې کې یې ځانونه پناه کړيدي پرځای د دې چې د امنیتي وضع په ښهوالي کې مرسته وکړي؛ خلک یې اندېښمن کړيدي.
د دښتقلعه ولسوالۍ د اوسېدونکیو په وینا، دې ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو عملیات بریالي نه وو.
د تخار سرپرست امنیه قوماندان حشمت مسلم پهدې اړه خبرې نهکوي؛ خو د تخار والي ویاند جواد هجري وايي، په امنیتي ځواکونو د طالبانو پرلهپسې بریدونه ماتې سره مخ شوي او د اندېښنې خبره نهشته.
دی په ورته وخت کې د مرستندویه ځواکونو په برخه کې د همغږۍ د موجودیت خبره کوي.
د تخار دشتقلعه ولسوالۍ کې د وروستۍ یوې اوونۍ جګړو شاوخوا ۲ زره کورنۍ بېځایه کړي چې له سرپنا او امکاناتو پرته دښتو کې ځای پر ځای شويدي.
ورته مطالب: