پکتیا؛ ډاکټران د عدلي طب څانګه غواړي

د پکتيا حوزوي روغتون ډاکټران او د عدلي بنسټونو مسوولان په دغه روغتون کې د عدلي طب څانګې جوړولو غوښتنه کوي.

د دغه روغتون سرطبيب اصيل‌خان سلاموطندار ته وویل، په دغه ولایت کې ډېرې جنايي پېښې رامنځ‌ته کېږي چې په ډېری پېښو کې د ډاکټرانو له لوري نظر ورکول کېږي یا هم موضوع د پلټنې لپاره کابل ته لېږل کېږي.

هغه د جنايي پېښو تشخیص لپاره په حوزوي روغتون کې د عدلي طب د تخنيکي وسايلو او مسلکي کسانو موجودیت اړین بولي.

اړوند مطالب:

په همدې حال کې د پکتيا د استېناف څارنوالي مسوولان هم د عدلي او قضايي ارګانونو د څېړنې او څارلو پر مهال د عدلي طب پر فعالیت ټینګار کوي.

د پکتيا د استېناف څارنوالي ریيس عمبر پاچا وايي، د عامې روغتيا رياست ورسره ژمنه کړې چې د کمېسیون په جوړولو سره به یې پېښو ته لاسرسی ډېر شي.

بله‌خوا د پکتيا د عامې روغتيا ریيس ولايت‌خان احمدزي سلاموطندار ته وويل، د دې څانګې د جوړولو لپاره کار کوي او ډېر ژر به د دغه ولایت په حوزوي روغتون کې د عدلي طب مجهزه او رسمي څانګه فعاله شي.

د پکتيا ولايتي روغتون يو کال وړاندې پر حوزوي روغتون بدل شو، خو د دغه روغتون ډاکتران په‌کې د عدلي طب څانګې له نه فعالیته شکایت کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام