
ټاکنو ته نوماند د حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال ټاکنیز ټیم او د رحمتالله نبیل په مشرۍ د امنیت او عدالت ټاکنیز ټیم د سولې مشورتي لویه جرګه تحریم کړه.
د حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال ټیم په خپرې کړې خبرپاڼې کې د سولې مشورتي لویه جرګه نمایشي بللې او ویلي دي چې هېڅوک به د سولې او اعتدال ټیم څخه پهدې جرګه کې برخه وانهاخلي.
د سولې او اعتدال ټیم ویاند محمد واعظي سلام وطندار ته وویل چې د سولې مشورتي لویه جرګه د سولې د تامین لهپاره هیڅ برنامه نهلري او د دې جرګې د رهبرۍ لهپاره ځانګړي کسان ټاکل شويدي.

د رحمتالله نبیل په مشرۍ د امنیت او عدالت ټاکنیز ټیم هم په خپرې کړې خبرپاڼې کې ویلي چې د سولې مشورتي لویې جرګې د جوړوونکي ټیم ترکیب یو ټاکنیز ټیم پورې تړاو لري او مشروعیت نهلري.
د ښاغلي نبیل د ټاکنیز ټیم خبرپاڼې کې راغلي چې د سولې مشورتي لویې جرګې اجنډا تراوسه ګونګه ده؛ له همدې امله پهدې جرګه کې برخه نهاخلي.
پرون د اجرایوي رییس عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم هم اعلان وکړ چې هېڅوک لهدې ټاکنیز ټکټه د سولې مشورتي لویې جرګې کې ګډون نهکوي.
ورته مطالب:
طالبان د سولې په مشورتي لویې جرګې کې ګډون نهکوي





