د غزني د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دا ښځې پرون له کابله د هلمند په لوري په حرکت وې چې د قرهباغ ولسوالۍ اړوند د کابل ـ کندهار پر لویه لاره وتښتول شوې. د غزني د رسنیو دفتر دا کار په طالبانو پورې تړي؛ خو په خپله دې ډلې تراوسه پهدې اړه رسنیو ته څه نهدي ویلي.
د دې لارې په اوږدو کې پراته خلک د کابل ـ کندهار لویه لاره له ناامنیو هغو ګڼي او وايي چې کله ناکله پرې طالبان چاپې اچوي او یا د پلټنو پرمهال ځېنې کسان له ځانه سره وړي.
ورته مطالب:
طالبانو د پروان ـ بامیانو لویې لارې ۹ مسافران تښتولي