بګرام؛ ۳بهرني سرتېري او یو امریکايي قراردادي وژل شوی

یوې باوري سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط سلام‌وطندار ته ویلي چې په‌دې پېښه کې یو ژباړن او ۴بهرني ځواکونه وژل شوي او ۲ نور ټپيان شوي‌دي.

سرچینه زیاتوي چې له پېښې وروسته د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو په ډزو پیل وکړ چې په پایله کې یې ۷ ملکیان ټپیان شوي.

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، تېر ماښام د کابل شمال ته د بګرام هوایي ډګر ته نږدې په یوه برید کې درې امریکایي سرتېري او یو امریکایي قراردادي وژل شوي‌دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، دغه کسان د سړک غاړې بم په چاودنه کې ووژل شول.

د خبرپاڼې له مخې، په‌دې پېښه کې درې ټپي امریکايي سرتېري اوس تر درملنې لاندې دي.

په ورته وخت کې د پروان والي ویانده وحیده شهکار وايي چې په بهرنیو ځواکونو باندې ځانمرګې برید کې ۵ ملیکان ټپيان شوي.

وسله‌والو طالبانو د دې برید مسوولیت منلی.

طالبانو ویلي چې د چاودېدونکیو موادو ډک موټر یې د بګرام هوایې اډې ته نږدې الوزولی دی.

دا په روان لمریز کال کې پر بهرنیو ځواکونو لومړی ځانمرګی برید دی.

ورته مطالب:

کندوز کې دوه امریکايي سرتېري وژل شوي

د امریکايي چارواکیو اندېښنه؛ داعش په امریکا مستقیم برید کوي

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام