امریکا؛ سپاه پاسداران د ترهګرې ډلې په توګه پېژني

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونلډ ټرمپ دوشنبې اعلان وکړ چې د ایران د «سپاه پاسداران» یا د انقلاب ساتونکی ځواک به له‌دې وروسته د یوې بهرنۍ ترهګرې ډلې په توګه پېژني. د لومړي ځل له‌پاره د امریکا متحده ایالاتو د یو بل هېواد د پوځ یوه برخه د ترهګرې ډلې په توګه پېژني.

ټرمپ په یوې وینا کې سپاه پاسداران په نړۍ کې د ترهګریز کمپاین د عملي کولو او رهبري کولو په پار د ایران د حکومت اساسي اله بللې ده. ده همدا راز ویلي، که څوک له سپاه پاسداران سره راکړه ـ ورکړه لري؛ څرګنده ده چې د ترهګرۍ مالي ملاتړ کوي.

په ورته مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ویلي، دا ډله به په یوه اوونۍ کې رسماً د ترهګرو د ډلې لېست ته ور ګډه شي.

امریکا له‌دې مخکې هم ځېنې کسان او ادارې د ایران له سپاه پاسداران ډلې سره د اړیکو له کبله په تور لېست کې اچولي وو؛ خو دا لومړی ځل دی چې پخپله دا ډله د یوې ترهګرې ډلې په توګه اعلانوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، د امریکا حکومت د ایراني رژیم د ترهګرۍ د مخنیوي له‌پاره دا ګام پورته کړی‌دی.

ده د مرستې غږ کړی او ویلي یې دي چې له ایرانیانو سره مرسته کوي چې خپله ازادي بېرته وګټلی شي.

ښاغلی پومپیو د امریکا دا ګام د ایران د تباه‌کوونکې پالیسي د مخنیوي له‌پاره ګټور بولي.

د دې پریکړې منتقدینو وار وار سپینې ماڼۍ ته خبرداری ورکړی چې تور لیست ته د ایران سپاه پاسداران ځواکونو ورزیاتول به امریکا او ددې هېواد نظامي او استخبارتي ځواکونو ته ناوړه پایلې ولري.

په ورته وخت کې ایران هم د امریکا د پوځ مرکزي قومانداني د یوې ترهګرې ادارې په توګه نومولې ده.

د سپاه پاسداران ځواکونو مشر محمدعلي جعفر

دوه کاله مخکې هم د سپاه پاسداران ځواکونو مشر محمدعلي جعفري د امریکا د دې ډول پرېکړو په ځواب کې ویلي‌ وو، که د امریکا له لوري د سپاه پاسداران په برخه کې خبرونه سم شي؛ دوی به د امریکا پوځ په نړۍ کې د داعش په شان وګڼي.

خو د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتیاهو د امریکا دا اقدام ستایلی او مننه یې کړې چې ولسمشر ټرمپ د ده یوه بله غوښتنه هم پر ځای کړه.

ورته مطالب

د ایران خارجه وزیر: سیمه کې د ترهګرو د تقویت حرکتونه موجود دي:

پر ایران د امریکا بندیزونو د افغانستان په کورنیو تولیدات منفي اغېز کړی

ایران په افغانستان کې د ناامنۍ په جوړولو سره د اوبو‌حق غواړي

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام