
د دایکندي مدني فعالان نن په دغه ولایت کې یوې خبري غونډې ته وویل چې په دایکندي کې انسان تښتول یوه نوې پدیده ده او په شهرستان ولسوالي کې د ګاونډیانو له لوري د دولس کلن اللهنور تښتول او وژل، د دایکندي په اوسېدونکیو کې وېره او وحشت رامنځته کړی دی.
د دوی په وینا، که څه هم امنیتي ځواکونو د پېښې په تړاو یو نارینه او یوه ښځه نیولي، خو د دې پېښې په تړاو نور پټ اړخونه هم شته چې باید وڅېړل شي.
مدني فعال محمدانور شهاب سلاموطندار ته وویل، د اللهنور د تښتولو او قتل عاملان باید په علني توګه محاکمه شي چې د نورو لپاره هم پند وګرځي.
اللهنور تېره اوونۍ د دایکندي د شهرستان ولسوالي په فیضاباد سیمه کې وتښتول شو او بیا په ډېرې بېرحمۍ سره د تښتوونکیو له لوري ووژل شو.
امنیتي ځواکونو د نوموړي جسد پرون پیدا او کورنۍ ته یې وسپاره.
اړوند مطالب:





