جوزجان؛ طالبانو د خلکو ۱۰ میلیونه افغانۍ د کوټې شورا ته لېږلي

د جوزجان د ولایتي شورا منشي شریف شریفي وايي، طالبان د خماب او قرقین ولسوالیو له اوسېدونکیو پیسې راټولوي او بیا یې د کوټې شورا ته ور لېږي.

د نوموړي په وینا، طالبانو د یادو ولسوالیو پر اوسېدونکیو سخت قوانین هم ايښي دي.

نوموړی وايي، طالبانو د عشر او زکات په نوم ۱۰ میلیونه افغانۍ له خلکو را ټولې کړي او د کوټې شورا ته یې لېږلي او دغه راز ډلې ډلې چې له ۵۰ تر ۱۰۰ کسانو وي په زوره د خلکو مېلمانه کېږي او ډوډۍ ترې خوري.

په همدې حال کې د قرقین ولسوال شکرالله جاهد هم مني چې طالبان د یادې ولسوالي له اوسېدونکیو نه پیسې ټولوي او بیا یې د خپلې قوماندې مرکزونو ته لېږي.

اړوند مطالب:

طالبان له جوزجانه ترکمنستان ته د نشه‌يي مواد قاچاقوي

طالبانو په جوزجان کې یو ماشوم وژلی

جوزجان؛ طالبان پر پاکستان روسي ټانګونه پلوري

بله‌خوا په جوزجان کې یو شمېر مدني فعالان د طالبانو له لوري پر خلکو د سختو شرایطو او قوانینو ایښودو په اړه د اندېښنې ترڅنګ، له حکومته غواړي چې د خماب او قرقین ولسوالیو د اوسېدونکیو ستونزو ته پام وکړي.

د جوزجان د والي ویاند فریدون انیق که څه هم مني چې طالبان په زوره له خلکو پیسې اخلي، خو کوټې شورا ته د یادو پیسو لېږلو موضوع ناسمه بولي.

په همدې حال کې د طالب ډلې ویاند ذبېح‌الله مجاهد له خلکو نه د پیسو را ټولول او بیا یې د کوټې شورا لېږل نه مني.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام