
د پکتيا فرهنګپال نن د ويجاړ فرهنګي ميراث ګردېز بالاحصار په انګړ کې د يونسکو له سترګو پناه او له افغان حکومته هېر فرهنګي ميراثونو تر سلیک لاندې يو ورځني علمي سيمينار کې راټول شويوو او د دې لرغونې کلا ساتنې او فرهنګي ميراث په توګه د پېژندو غوښتنه یې کوله.
فرهنګيان پر يونسکو نیوکه کوي چې د پکتيا لرغوني او فرهنګي ميراثونه یې له پامه غورځولي؛ ځکه خو له ويجاړۍ سره مخ دي.
دوی له يونسکو او افغان حکومته غواړي چې د ګردېز بالاحصار په څېر د لرغونو ځايونو په ثبت او ساتنه کې جدي اقدام وکړي.
بلهخوا د پکتيا اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولان وايي، په لومړي پړوا کې د ګردیز بالاحصار مخينه تثبيت او له هغې وروسته به یې په لنډه موده کې پهخپله پخوانۍ بڼه د رغاونې چارې پيل شي.
ولسمشر محمد اشرف غني هم پکتيا ته په خپل وروستي سفر کې ژمنه کړې وه چې د ګردېز بالاحصار د رغونې لپاره به څه د پاسه ۵ ميلیونه امريکايي ډالر ځانګړي کړي؛ خو تر اوسه پهدې اړه کوم اقدام نهدی شوی.
ورته مطالب:
د فرهنګي میراثونو د ساتنې او ملاتړ ورځ ونمانځل شوه
پروان کې د اماماعظم (رح)په نوم نړۍوال علمي-فرهنګي مرکز جوړېږي





