پروان؛ ځېنې ملا امامان د بهرنیانو په امر د امنیتي ځواکونو جنازې نه‌کوي

د هغو راپورونو له خپرېدلو وروسته ـ چې د خوست ملا امامانو د امنیتي ځواکونو د جنازې لمونځ نه ادا کوي ـ د پروان امنیتي چارواکي وايي چې د دې ولایت ملا امامان د بهرنیو په امر د امینتي ځواکونو د جنازې له اداکولو ډډه کوي.

د بګرام د پوځي پولیسو د فرقې قوماندان صفي‌الله صفي د امنیتي ځواکونو د ورځې نمانځ‌غونډې کې له دیني عالمانو وغوښتل چې د اسلام دین د ارشاداتو په اساس دې عمل وکړي؛ نه دا چې د بهرنیو هېوادونو امرونه پلي کړي او د خپلو امنیتي ځواکونو د جنازو له کولو انکار وکړي.

د پروان ولایتي شورا غړي په خوست ولایت کې د یو شمېر ملا امامان د دغه عمل په غندلو سره، هغوی له دینه نا خبره بولي.

د پروان ولایتي شورا مرستیال امین الله شکوري د امنیتي ځواکونو قرباني او سختۍ هغه ښېګڼې ګڼي چې ټول هېوادوال یې له امله په خپلو کورونو کې ارام ناست وي. د ده په وینا، هر هغه ملا امام چې زموږ د امنیتي ځواکونو جنازه نه‌کوي؛ هغه له دې بې‌خبر او لعنتي دی.

په پروان ولایت کې د امنیتي ځواکونو د ورځې نمانځ‌غونډې کې مدني فعالان د پروان او د نورو ولایتونو د سرتېرو کورنیو ته ـ چې په‌دې ولایت کې دنده تر سره کوي ـ د روغتیایي بیمې د خدمتونو د وړاندې کولو غوښتنه کوي.

د پروان د مدني ټولنو د بورډ مشر محمد شفیع مشفق وايي، له پروان پرته په نورو ولایتونو کې دغه خدمتونه عرضه کېږي.

د کب نهمه ـ چې د هېواد د ملي امنیتي ځواکونو د ورځې په توګه ټاکل شوې ـ هر کال په کابل او د هېواد نورو ولایتونو کې نمانځل کېږي. په‌دې غونډو کې د امینتي ځواکونو د قربانیو او سرښندنو ستاینه کېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام