«د بهرنیو ځواکونو وتل، د قطر غونډې اصلي اجندا ده»

یو شمېر پخواني طالب چارواکي وايي، تر هغې چې د قطر په غونډه کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهال‌وېش هوکړه و نه‌شي، پر نورو موضوعاتو هوکړه ناشونې ده.

پخوانی طالب چارواکی او د افغانستان د خلاصون لارې شورا رییس سیداکبراغا سلام‌وطندار ته وویل، د افغان سولې روانې خبرې اترې هغه مهال مثبتې پایلې لرلای شي چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهال‌وېش تر هوکړې وروسته افغان دولت او طالبان د مخامخ  خبرو پیلولو ترڅنګ، پر اوربند او نورو موضوعاتو بحث او هوکړه وشي.

د نوموړي په وینا، امریکا او طالبانو د قطر په تېره غونډه کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهال‌وېش جوړولو لپاره د یوه ګډ کمېسیون پر جوړولو خبرې شوې وې چې تراوسه په‌کې پرمختګ نه‌دی شوی او په وینا یې په دې غونډه کې به هم پرې بحث وشي.

په همدې حال کې د سیاسي چارو شنونکی محب‌الله شریف وايي، د امریکا او طالبانو استازي به د قطر په غونډه کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر تګلارې، اوربند، د بین‌الافغاني خبرو اترو پر پیل او د ترهګریزو فعالیتونو لپاره د افغانستان د خاورې پر نه کارولو بحث وشي.

د نوموړي په وینا، په دې غونډه کې به پر یادو موضوعاتو پوره هوکړې و نه‌شي، خو د افغان سولې پروسې لپاره به ګټوره تمامه شی.

قطر کې د جګړې پر پای ته رسولو هوکړه شوې

قطر کې د سولې غونډه؛ طالبانو نړېوال ضمانت غوښتی

ملاعبدالغني برادر د طالبانو د قطر دفتر رییس شو

د طالبانو د مشر مرستیال او د قطر دفتر رییس ملاعبدالغني برادر هم یادې غونډې ته ورغلی چې د کارپوهانو په باور، نوموړی په طالبانو کې پراخ نفوذ لري او ښايي ګډون یې نه یوازې د افغان سولې پروسه اسانه کړي، بلکې که په دې اړه کومې هوکړې هم وکړي، طالبانو ته به د منلو وي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام