
د سرپل د ولایتي شورا غړی اسدالله خرم چې د جګړې په ډګر کې دی سلام وطندار ته وویل، نږدې دوه زره کورنۍ د سنچارک ولسوالي د تبر او تغای خواجه له کلیو وتلي او اوس په سخت وضعیت کې ژوند کوي. د نوموړي په وینا، په یادو سیمو کې سخته جګړه ده او خلک اړ شوي چې خپل کورونه پرېږدي.
په همدې حال کې یو شمېر هغه بېځایه شوې کورنۍ چې تازه د سرپل او جوزجان مرکزونو ته رسېدلي وايي، د راکېټونو له بارانه تښتېدلي او د ژوند هېڅ امکانات نهلري.
دوو بېځایه شویو زېور او ښایستې سلاموطندار ته وویل، په سیمو کې یې سخته جګړه وه، د کورنۍ یو شمېر غړي یې را بېځایه شوي او ځینې لا همالته پاتې دي. دوی له دولته غواړي چې د ژوند لومړنیو امکاناتو برابرولو برخه کې ورسره همکاري وکړي.
د دشتکلا جګړه؛ بېځایه شوي له ناروغیو کړېږي
تخار کې د جګړې دوام؛ ۳ زره کورنۍ بېځایه شوي
سمنګان؛ کورني بېځایه شوي سختې شپې او ورځې تېروي

بلهخوا د سرپل د والي ویاند ذبېحالله اماني هم مني چې د سنچارک له تبر او تغای خواجه کلیو نه ګڼشمېر کورنۍ بېځایه شوي، خو په وینا یې د مرستې رسونې چارې هم ورته پیل شوې دي.
د نوموړي په وینا، د سرپل سیمهییزې ادارې ۲۴ ساعته مخکې د احتمالي ګواښونو د مخنیوي په موخه د سیمې خلکو ته خبر ورکړی و چې سیمه پرېږدي.