د ۴۵ پروژو له پلي کېدلو سره ۸۵ زرو تنو ته ګټه رسېږي

نن په کابل کې د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت چارواکیو او د پراختیایي شوراګانو ترمنځ پهداسې حال کې د ۴۵ پراختیایي پروژو هوکړهلیکونه لاسلیک شول چې د ملګرو ملتونو د پراختیا او پرمختګ پروګرام او د جاپان جایکا استازیو هم برخه لرله.

د کلیو پراختیا او بیارغونې وزیر مجیبالرحمان کریمي وايي چې د دې ټولشمولو پروژو په پلي کولو سره ـ چې ارزښت یې ۱۲۱ میلیونه افغانۍ کېږي ـ ۸۵ زره تنه ترې په مستقیم ډول ګته ترلاسه کوي.

د ښاغلي کریمي په خبره، د دې پروژو له پلي کېدو سره به ۱۰ زره کاري ورځې هم برابرې شي.

د کلیو پراختیا او بیارغونې وزیر وایي چې دغه پروژې د بدخشان شهر بزرګ، د تخار ینګيقلعه، دشتقلعه او چاهآب ولسواليو، د بلخ به خلم ولسوالۍ او د کندوز امامصاحب ولسوالۍ کې ـ چې له تاجکستان سره ګډه پوله لري ـ په سرحدي سیمو کې د ژوند پراختیا پروژې په چوکاټ کې (لیتاکای۲) ـ چې افغانستان او تاجکستان ترمنځ ګډه پروژه ده ـ پلي کېږي.

د جاپان د نړۍوالې مرستندوې ادارې (جایکا) استازی هارون خاور د دې پروژو د عملي کولو چارو کې پر رڼښت ټینګار کوي.

ولسي تړون؛ دوو کلونو کې ۶۶۰۰ پروژې پلي شوي‌

ننګرهار کې د ۲۲.۵ میلیونو ډالرو کرنیزې پروژې پیلېږې

هندوستان په افغانستان کې ۱۰۸ نوې پروژې تمویلوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د پراختیا او پرمختګ برنامې(UNDP)  استازی وايي چې د (لیتاکای ۲) پروژه، د اقتصاد پراختیا، د دوامداره ودې او د افغانستان او تاجکستان په سرحدي سیمو کې د اوسېدونکیو ترمنځ د مرستو له ترویجه ملاتړ کوي.

د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت چارواکي زیاتوي چې تر دې مهاله د (لیتاکا۲) برنامې له لارې ۱۶۰۰ کلیوالي سیمو اوسېدونکیو ته د کار دایمي موکې په لاس ورغلې او په پام کې ده ۴۵۰ نورو کورنیو ته هم د دایمي کار موکې برابره شي.

د (لیتاکا۲) برنامه د جاپان د نړۍوالۍ همکارۍ ادارې له لوري تمویلېږي او دا برنامه په افغانستان کې د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت او د تاجکستان له لوري د ملګرو ملتونو د پراختیا او پرمختګ برنامې له لوري پلې کېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام