ملګرو ملتونو ته د افغانستان شکایت؛ د اسلام‌اباد غونډه لغوه شوه

د راپورونو له مخې، ټاکل شوې وه پاکستان سبا د طالبانو د مرکچي پلاوي کوربه شي، خو افغان حکومت د طالبانو استازیو ته د پاکستان د حکومت له لوري د بلنې ورکولو په غبرګون کې ملګرو ملتونو ته شکایت کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت‌الله احمدي وایي، اسلام اباد ته د طالبانو مرکچي پلاوي ته د بلنې ورکول، د دې ډلې په رسمیت پېژندلو په مانا ده او د پاکستان لومړي وزیر سره د هغوی لیدنه، د ملګرو ملتونو د پرېکړه‌لیک ښکاره نقض دی.

د احمدي په وینا، په دې اړه له افغان حکومت سره مشوره نه‌ده شوې او دغه راز د طالبانو مرکچي پلاوي د غړو نومونه د ملګرو ملتونو په تور نوملړ کې دي؛ نو ځکه د سفر کولو حق نه‌لري.

طالبانو تر دې وړاندې ویلي وو چې د مرکچي پلاوي د غړیو نومونه یې د ملګرو ملتونو په تور نوملړ کې نه‌شته او د پاکستان په بلنه اسلام‌اباد ته سفر کوي.

په خبرپاڼه کې لیکل شوي، دغه پلاوی به د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره خبرې وکړي او دغه راز به د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره هم وګوري.

په همدې حال کې نن یو شمېر رسنیو د ځینو طالب سرچینو له قوله داسې راپور خپور کړ چې پاکستان ته د طالب پلاوي سفر لغوه شوی دی.

غني طالبانو ته په خطاب: د نورو جنګ ته دیني ریښه پيداکول پېرودونکي نه‌لري

پاکستان به د امریکا او طالب استازیو کوربه وي

پاکستان ته د ولسمشر غني خبرداری

په همدې حال کې رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان به د طالبانو له استازیو سره په اسلام‌اباد کې وګوري، خو طالبانو ویلي چې د سعودي له ولیعهد سره لیدنه یې په پلان کې نه‌شته.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې طالب استازیو د افغانستان له یو شمېر پخوانیو حکومتي چارواکیو او سیاستوالو سره په مسکو کې د سولې په اړه خبرې اترې کړې وې. 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام