
کم حقوق، د سرپناه نهلرل او اقتصادي ننګونې تل افغانستان کې د ښوونکیو جدي ستونزې دي.
د حکومت پخوانیو او اوسنیو مشرانو د دې ستونزې د حل لهپاره ډېرې ژمنې کړي؛ خو د ښوونکیو په ژوند کې تراوسه هېڅ مثبت بدلون نهدی څرګند شوی.
د پوهنې وزارت سرپرست میرویس بلخي سلاموطندار سره ځانګړې مرکې کې مني چې د ښوونکیو میاشتنۍ تنخوا بسنه نهکوي، زیاتره ښوونکي سرپناه نهلري او لسګونو نورو ستونزو سره مخ دي.
د ښاغلي بلخي په وینا، د دې ستونزې حل او د ښوونکیو میاشتنیو حقونو د زیاتولو موضوع تحلیل شوې او د پوهنې وزارت له لوري د یوې تحلیلي طرحې په اډانه کې د نورو اقدامونو لهپاره حکومت ته سپارل شوېدی.
ورته مطالب:
د ښوونکیو معاشونه به د مبایل له لارې ورکول کېږي
د نورستان پولیسو ته د ۴میاشتو معاشونه نهدي ورکړل شوي
داعشیان: د جوزجان ښوونکي دې د ۲میاشتو معاشونه راکړي؛ ۷۵ښوونځي پرانیزو
«نی» رسنیو ته: که خپلو کارکوونکیو ته معاشونه ورنهکړئ؛ افشا کېږئ
د ده په وینا، د ښوونکیو د معاشونو مقدار د ماليې وزارت له لوري څېړل کېږي.
د پوهنې وزارت سرپرست زیاتوي، د ښوونکیو د میاشتنیو حقوقو زیاتولو ترڅنګ، هغوی ټول هغه شاخصونه چې له رواني او روحي پلوه د ښوونکیو پیاوړي کولو سره مرسته کوي، تر لاس لاندې لري.
ښاغلی بلخي وايي، له ډېرو هڅو وروسته توانېدلي چې له اتو کالو وروسته یو ځل بیا د بست او قدم لوړول ترلاس لاندې ونیسي.
په ورته وخت کې د مالیې وزازت ویاند شمروز خان مسجدي هم د دې موضوع په اړه وايي، د ملکي خدمتونو ټولو کارکوونکیو د معاشونو لوړولو لهپاره جامع طرحه تر لاس لاندې ده چې ښوونکي هم پهکې شاملېږي.
د ښاغلي مسجدي په وینا، د اقتصاد، مالیې او کار او ټولنیزو چارو وزارتونو او د ملکي خدمتونو کمېسیون استازیو څخه ګډه کمېټه د حکومتي مامورینو د میاشتنیو حقونو زیاتولو طرحې په اړه کار کوي.
له ډېر وخت راهیسې په غونډو کې د ښوونکیو کمو حقونو په اړه اندېښنې مطرحېږي؛ خو تراوسه د دې ستونزې د حل لهپاره عملي ګام نهدی پورته شوی.
دا چې اوسنۍ طرحه هم د یوه وړاندیز په چوکاټ کې پاتې کېږي او که واقعاً د ښوونکیو معاشونه لوړېږي، د وخت په تېرېدو سره به ښکاره شي.





