
د تخار په دشتکلا ولسوالي کې د وروستۍ یوې اوونۍ جګړې له کبله ګڼشمېر کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوې دي.
بېځایه شوي په دې سړه هوا کې په خیمو یا هم ډاګونو کې اوسېږي او ډېری یې د یخنۍ له امله په ناروغیو اخته شوي دي.
یوه بېځایه شوې خانم ګل چې دوه ماشومان هم لري، سلاموطندار ته وویل، دواړه ماشومان یې ژمنیو جامو او تودو ځایونو ته د نه لاسرسي پر زوکام او ستوني درد ناروغیو اخته شوي دي.
په همدې حال کې د دشتکلا یو مدني فعال کرامتالله وايي، بېلابېلې ناروغۍ په بېځایه شووی کې خپرې شوي او ګڼ شمېر ښځې او ماشومان پرې اخته شوي هم دي.
د نوموړي په وینا، حکومت تر اوسه د یادو ناروغانو د درملنې لپاره اقدام نهدی کړی.
بلهخوا د تخار د عامې روغتیا رییس حفیظ ساپی هم د بېّځایه شویو په منځ کې د موسمي ناروغیو خپرېدو په اړه اندېښنه ښيي او وايي، د دشتکلا ولسوالي روغتون د سختو جګړو له کبله تړل شوې او کارکوونکي یې د جګړې د ټپیانو درملنه کوي.
تخار کې د جګړې دوام؛ ۳ زره کورنۍ بېځایه شوي
سمنګان؛ کورني بېځایه شوي سختې شپې او ورځې تېروي
ساړه او واوره؛ بېځایه شوي تخاریان په خېمو کې ژوند کوي

ساپی زیاتوي، د بېّځایه شویو د روغتیايي وضعیت څېړلو او ورته د رسېدنې لپاره څو روغتیايي ډلې جوړې شوې دي.
په همدې حال کې د دشتکلا بېځایه شوي وايي، لومړنۍ مرستې ورته نهدي رسېدلې او حکومت هم تراوسه ورسره مرسته نهده کړې.
خو د تخار د والي ویاند وايي، د حکومت سیمهییزې ادارې د څار ډلې جوړې کړي او ډېر ژر به بېځایه شویو ته لومړنۍ مرستې ورسېږي.





