ننګرهار؛ ۱۵ زره ماشومان له سختو کارونو راګرځول شوي

د ننګرهار د اقتصاد رییس غلام‌الله افغان‌یا

د ننګرهار د اقتصاد ریاست چارواکي وايي، سږ ۱۳۹۷ ل کال د دې ولایت ۱۵ زره ماشومان له سختو کارونو راګرځول شوي او د زده‌کړو زمینه ورته برابره شوې‌ده.

د اقتصاد رییس غلام‌الله افغان‌یار نن جلال‌اباد کې د خپلو کلنیو لاسته‌راوړنو په اړه یوې خبری‌ناستې ته وویل، دغو ماشومانو کې د ټیټې کچې اقتصاد لرونکیو کورنیو ماشومان شامل دي.

نوموړی وايي، دغه ماشومانو ته څه په دولتي او څه هم په نادولتي کچه د ځېنو موسېسو له لوري د زده‌کړو زمینه برابره شوې‌ده.

د ښاغلي افغان‌یار په خبره، ځېنو نادولتي خیریه موسېسو تېر کال ننګرهار کې ۱،۵ میلیارده افغانۍ د نورو برخو تر څنګ پر سختو کارونو اخته ماشومانو د ژوند ژغورنې برخه کې لګولې دي.

ورته مطالب:

خوست کې تر ۲ زرو ډېر ماشومان شاقه کارونه کوي

په کندهار کې ۲۰ زره ماشومان شاقه کارونه کوي

هاخوا د ننګرهار د کار او ټولنیزو چارو رییس عبدالحکیم شېرزاد بیا وايي چې په ننګرهار کې په شاقه کارونو د اخته ژغورل شویو ماشومانو کره شمېره نه‌لري.

هغه همداراز وویل، د دوی د یوې سروې له‌مخې، یوازې د سره‌رود ولسوالۍ د خښتو په بټیو کې نږدې ۲ زره ماشومان په درنو کارونو اخته وو چې ښايي دې شمېر کې هم کمی راغلی وي.

ښاغلی شېرزاد  زیاتوي، ننګرهار کې هر کال پر سختو او درنو کارونو اخته سلګونه ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابرېږي.

د ده په خبره، له نږدې دوو دوو کالو راهیسې دا پروګرام پیل کړی چې له ۱۴ کلنۍ پورته په حرفوي برخه کې روزي او له هغو ښکته ښوونځیو کې شاملوي.

د ننګرهار د کار او ټولنیزو چارو رییس همدارنګه وویل، د دوی د سروې له‌مخې، ننګرهار د خښتو بټیو تر څنګ ۱۸ ډوله سخت کارونه په نښه شوي چې ځېنو کې یې اوس له منځه تللي دي.

خو د حکومت او خیریه بنسټونو له مرستو سره، سره لا هم زرګونه ماشومان په سختو او درنو کارونو اخته دي. څه یې د یوې سازمان شوې ډلې له لوري او څه یې هم د کورنیو اقتصادي ستونزو له امله.

جلال‌اباد ښار، دې ښار ته له ننوتلو سره سم په هغو ماشومانو سترګې لګي چې په لاسي کراچیو کې د خلکو توکي له یوه ـ بل ځای ته وړي؛ خو ډېر یې هغوی دي چې رنګ او برش په لاس په ساړه او ګرم موسم کې د خلکو څپلۍ او بوټان رنګوي.

لکه دا دوه ماشومان چې ښوونځي ته تګ یې لوی ارمان دی؛ خو غریبي یې پر وړاندې خنډ جوړ شوی.

د ځېنو نادولتي ادارو معلومات دا هم ښيي چې د هېواد په ډېرو ښارونو کې ګڼ ماشومان په سازمان شوې بڼه سختو او درنو کارونو ته ګومارل شوي چې دا چاره د بشري حقونو ادارو ته د اندېښنې ده.

پر کم‌عمرو ماشومانو درانه او سخت کارونه کول انساني‌قاچاق هم ګڼل کېږي چې اوس یې پر وړاندې حکومت د ځېنو نړۍوالو ادارو په مرسته مبارزه پیل کړې او د جزا په کوډ کې هم ورته حبس ټاکل شوی‌دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام