
د روزګان د امنیه قومندانۍ د لومړي کنډک قوماندان زینالله سلام وطندار ته وویل، په مرکز ترینکوټ کې یو طالب د خپل ۹۲ کلن پلار سر غوڅ کړیدی.
د قوماندان په وینا، وژل سوی شخص صوفي سلام نومېږي او تېره شپه د خپل زوی او د هغه د نورو ملګرو لهخوا وژل شوی.
ویل کېږي چې له ډېره وخته پلار له زوی سره مخالف و او څو واري يې ورته د طالبانو د لیکې د پرېښودو ویلي وو؛ خو زوی يې نه وه منله او بالاخره يې ترې سر غوڅ کړ.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه پهدې اړه څه نهدي ویلي.