فاریاب کې یوه ورور خپله خور وژلې

د فاریاب د امنیې قومانداني ویاند عبدالکریم یورش د دې پېښې د تایید ترڅنګ وایي، یاده ښځه ۲۳ کلنه وه او تېره شپه د میمنې ښار په څلورمه ناحیه کې د ورور له لوري وژل شوې ده.
د یورش په وینا، د یادې ښځې ورور د نوموړې تر وژل کېدو وروسته تښتېدلی او تراوسه یې په تړاو څوک نه‌دي نیول شوي، خو په تړاو یې د پولیسو څېړنې روانې دي.

په همدې حال کې د فاریاب د عامې روغتیا د عدلي طب د ښځو برخې مسووله فرهنګیس وايي، یاده ښځه ۱۱ چاقو وهل شوې ده.
د فرهنګیس په وینا، له یادې ښځې دوه بچیان پاتې دي.
بله‌خوا د فاریاب د بشري حقونو د دفتر کارکوونکی حمیدالله عظیمي وايي، په وروستي یو کال کې یې د قتل او ځان وژنې ۳۲ قضیې ثبت کړې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام