د ټولګټو وزارت مسوولانو نن کابل کې د یوې خبري غونډې پرمهال، خوست، کاپیسا او لغمان ولایتونو کې خصوصي شرکتونو سره د درېیوو پراختیايي پروژو تړونونه لاسلیک کړل.
د ټولګټو وزارت یما یاري وايي، دغو درېیوو پروژو کې د څه باندې ۷۴۳ میلیونو افغانیو په ارزښت د ۳۵ کیلومترو سړک جوړول او بیارغول شاملېږي.
د هغه په وینا، د دغو پروژو لګښت د افغان دولت او نړۍوال بانک له لوري ورکول کېږي.
ورته مطالب:
تخار ولایت کې په ۹ میاشتو کې ۲۷۷ پراختیايي پروژې عملي شوي
«په امن سیمو کې هم ځېنې پراختیايي پروژې نه دي پلي شوي»
یو ترکی شرکت د برېښنا پر ټاپ پروژې پانګونه کوي
د ټولګټو وزیر همدارنګه وايي، د دغو پروژو پلي کول به د کاري فرصتونو رامنځته کېدو، د کرنې او سوداګرۍ ښهوالي، د امکاناتو او تسهیلاتو برابرولو، په چټکۍ او مصوون ډول د توکیو لېږدولو او خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو لامل شي.
لومړۍ پروژه کاپیسا ولایت کې د شاوخوا ۲۰ کیلومترو په اوږدوالي سره تر پُلمغان پورې د دانش سړک جوړول، دویمه پروژه هم د لغمان پوهنتون سړک جوړول او درېیمه پروژه خوست کې له منګلدومندې څخه تر قلندر پورې د سړک بیارغول شاملېږي.
د ټولګټو وزارت مسوولان همدارنګه دغه وزارت سره د څو نورو ادارو ادغام په اړه وايي، د ټرانسپورټ وزارت، د ملکي هوايي چلند اداره، د اروګاډۍ پټلۍ اداره او د ټرافیکو ریاست یوه برخه به د ټولګټو وزارت سره یو ځای شي او د ټرانسپورټ وزارت په نوم به خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.