د مدني ټولنې ګډه کاري ډلې، د ښځو سیمهییزې شبکې او د ښځو د عدالت غوښتنې کمېټې د سولې خبرو په تړاو او دې بهیر کې د ښځو او مدني ټولنې رول په اړه، کابل کې د «مدني ارزښتونو او د ښاریانو ګډون په خوندیتوب سره سولې» تر نوم لاندې غونډه وکړه.
د مدني ټولنې ګډه کاري ډله، د ښځو سیمهییزه شبکه او د ښځو د عدالتغوښتنې کمېټه وايي، د لویې جرګې ترسره کولو طرحې، د موقت حکومت جوړولو او د ټاکنو په قانون کې اصلاحاتو راوستلو نه ملاتړ نهکوي؛ خو وړاندیز کوي چې دغه درې طرحې دې د شپږ میاشتني اوربند په ترڅ کې ټولپوښتنې ته وړاندې شي چې دې برخه کې د خلکو غوښتنې او لیدلوري ترلاسه شي.
ورته مطالب:
د طالبانو د راتلو غږ؛ ښځې څه وايي؟
جوزجان کې پر ښځو د طالبانو تازه بندیزونه
قطر کې د سولې غونډه؛ طالبانو نړۍوال ضمانت غوښتی
د دې غونډې ګډونوال ټینګار کوي چې ښکېل لوري باید په ښکاره توګه د سولې په هوکړه کې له مدني ارزښتونو څخه ملاتړ وکړي.
د مدني ټولنې د کاري ډلې سکرتریت برخې همغږی کوونکی عبدالله احمدي وايي، د سولې خبرو کې باید د تېرې یوې نیمې لسیزې لاستهرواړنې قرباني نهشي.
دی په ورته وخت کې په ټنیګار سره غوښتنه کوي چې د سولې په هوکړهلیک کې باید ذکر شي، وروسته له سولې باید ټول هغه کنوانسیونونه حفظ شي چې افغانستان له هغه سره یوځای شویدی.
مدني بنسټونه د یوې خبرپاڼې په صادرولو سره وايي چې مدني ټولنې او د افغاستان ښځې د تلپاتې، عدالتمحوره او باعزته سولې غوښتونکي دي چې حقونو او بنستیزو ازادیو ته پهکې درناوی او له مدني بنسټونو ملاتړ شوی وي.
د افغانستان سولې په اړه د مسکو دوه ورځنۍ غونډه کې د ګډونوالو پلاوي غړې فوزیه کوفي ـ چې تازه له روسیې څخه کابل ته ستنه شوې ـ دې غونډې کې د ښځو کمرنګه حضور مني؛ خو راتلونکیو غونډو کې د ښځو په لا زیات حضور ټینګار کوي.
د مسکو په غونډه کې له ۴۰ ګډونوالو یوازې ۲ ګډونوالې مېرمنې وي.