طالب ویاند ذبیحالله مجاهد نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په مسکو کنفرانس کې به د بلنې لهمخې د دې ډلې په استازولۍ د عباس ستانکزي په مشرۍ لس کسیز پلاوی ګډون وکړي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا ډله به له موکې نه په استفادې د راتلونکي افغانستان لهپاره په بېلابیلو جهتونو کې شرعي او اصولوي دریځ څرګند کړي.
«بینالافغاني ډیالوګ» په نوم د سولې دا کنفرانس د روانې فېبرورۍ میاشتې په ۵ نېټه جوړېږي.
د راپورونو لهمخې، د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون، د بهرنیو چارو وزارت پخوانی سیاسي مرستیال حکمتخلیل کرزی، د جمعیت ګوند اجرایوي رییس عطامحمد نور، پخوانی طالب چارواکی عبدالسلام ضعیف او د پخواني حکومت ګڼ چارواکي، سیاستوال او جهادي ډلې پهکې برخه واخلي.
خو یو شمېر پخواني طالب چارواکي او سیاسي شنونکي وايي، روسیه د دا ډول غونډو په جوړولو سره په افغان سولې پروسه کې خپلې ګټې لټوي.