د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی د طالبانو د وروستۍ خبرپاڼې په غبرګون کې وايي، که طالبان د سولې خبرې اترې یا هم جګړه غواړي، موږ ورته تیار یو.
د نوموړي په وینا، تمه لري چې طالبان به د سولې خبرو اترو لار غوره کړي، خو که دا کار یې و نهکړ او جګړې ته یې دوام ورکړ، امریکا به د افغان حکومت او افغانانو ترڅنګ ودرېږي.
خلیلزاد وايي، موږ او زموږ نړېوال همکاران ویاړو چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ کوو او په اوسني پړاو کې د افغان ځواکونو فشار ډېر رول لري.
زلمی خلیلزاد په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور په اړه وایي، موږ هېڅکله په افغانستان کې دایمي اډې نهدي غوښتې او موږ د افغانستان د ستونزو حل د خبرو اترو له لارې غواړو.
نوموړی زیاتوي، تر هغې به له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي چې ترهګر نور د افغانستان او بهرنیو هېوادونو لپاره ګواښ نهدي.
د خلیلزاد په وینا، امریکا غواړي له افغانستان سره اوږدمهالې نظامي، اقتصادي او سیاسي همکاري ولري.
وسلهوالو طالبانو پهدې وروستیو کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره خبرداری ورکړی، که امریکا د خبرو له اصلي اجندا ووځي، دوی به ورسره د سولې خبرو اترو بهیر وځنډوي.
د طالبانو په خبرپاڼې کې لیکل شوي، امریکا د سولې خبرو له اصلي محوره چې له افغانستانه د بهرینو ځواکونو وتل او د افغانستان خاوره د نورو پر ضد نه کارول دي، لرې شوې ده.
خو د سولې عالي شورا د ویاند مرستیال اسدالله زایري د سولې خبرو اترو بهیر په اړه د طالبانو خبرداری طبیعي خبره ګڼي او وايي، دا ډول خبرداري د سولې پروسې د درېدلو لامل نهګرځي.
د نوموړي په وینا، د افغان سولې پروسه به په عادي ډول پر مخه لاړه شي.
خو سیاسي شنونکی وحید مژده وايي، د سولې خبرو اترو بهیر د سیمې هېوادونو سیالي او د امریکا متحده ایالاتو د ناڅرګند دریځ له کبله له جدي ستونزو سره مخ شوی او له یادې پروسې د طالبانو وتل د اټکل وړ دي.
د مژده په وینا، اوس په سیمهيیزه کچه د افغان سولې په تړاو دوه ډلې فعالې شوي چې یوه یې د سعودي، امریکا، اماراتو او پاکستان او بله هم د قطر، ایران او روسیې ډله ده چې د دواړو ترمنځ سیالي روانه ده.
د مالوماتو له مخې، د سولې خبرو اترو په اړه د امریکا اساسي شرط له افغان حکومت سره د طالبانو مخامخ خبرې دي او امریکايي چارواکي باوري دي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه ټول افغانان په یوه خوله نهدي.