د ولسي جرګې له لوري د ۳ وزارتونو د استازو استجوابېدل

ولسي جرګې نن شنبه د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست، د پوهنې وزارت مالي او اداري معین او د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري معین د ۱۳۹۶ کال له ۶۰ سلنې نه د کمې پرمختیايي بودیجې لګولو په دلیل استجواب کړل.

د پوهنې وزارت مالي او اداري معین سیدحمیدالله وايي، د ډونر په ورکړو کې ځنډ، ناامني، د استملاک ستونزه او د شرکتونو نه توانايي، د پرمختیايي بودیجې د کم لګښت اصلي لاملونو دي.

د ۱۳۹۶ مالي کال له‌پاره پوهنې وزارت ۱۸۳ میلیونه ډالره بودیجه لرله چې ۲۹میلیونه یې په مختلفو دلایلو د لګولو وړ نه وه چې په همدې اساس دې وزارت سږ مالي کال کې ۴۲ سلنه بودیجه مصرف کړې.

ده په ورته وخت کې د نورو لاملونو په اړه هم وویل چې له پوهنې وزازت زیاترو مواردو کې د ځمکې نه موجودیت ستونزو، د ښوونځیو نه‌شتوالی، د ښوونځیو نه مشخصوالی او د پوهنې وزارت ډيټابیس کې د نه ثبتېدلو په دلیل، ډېره بودیجه نه‌ده مصرف شوی.

د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست محمد‌ګل خلمي هم د دغه وزارت د پرمختیايي بودیجې نه مصرف لامل، ناامنۍ او د ځېنو هغو پروژو شاملول ـ چې د اوبو او برېښنا وزارت ورته له تخنیکي پلوه د عملي کولو له‌پاره چمتو نه‌وه ـ بولي.

دی د بېلګې په ډول د سولر پروژه مثال وړاندې کوي چې تراوسه یې تخنیکي مطالعه نه‌ده شوې.

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري معین سیدمحب‌الله رباني د پرمختیايي بودیجې کم مصرف لامل، تدارکاتي ستونزې او د تخنیکي پروژو پېچلتوب بولي.

د ده په وینا، له تعدیل وروسته یې ۲۵ میلیونه ډالر لرل چې ۱۱.۶ میلیونه یې مصرف شوي. په خبره یې پنځه مهمې پروژو باندې یې مصرف ونه‌شو کړای.

د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي د غونډې پای کې د پوهنې، کانونو او اوبو او برېښنا وزارت له لوري د پرمختیايي بودیجې په نه مصرف نیوکې وکړې او ویې ویل، سره له دې چې ظرفیت نه‌شته؛ د معیاري شرکتونو په ټاکنه کې ناغېړي شوې‌ده.

د ده په وینا، کمپنۍ ژمنتیا نه ښيي چې په‌خپل وخت پروژې تطبیق کړي.

د ولسي جرګې غړي د ادارو له لوري د کره پروګرامونو نه درلودل، د بودیجې په عملي کولو کې د ادارو ټيټ ظرفیت، د پروژو په کنټرول کې کمزورتیا، د ادارو بې‌مسوولیتي، فساد او د زورواکو لاسوهنې، حکومتي بنسټونو کې د پرمختیايي بودیجې نه مصرفېدل مهم لاملونه بولي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام