
نن چهار شنبه د ډېسمبر ۱۲مه د غرونو نړۍوالې ورځې سره سمون لري چې په لومړي ځل په افغانستان کې ونمانځل شوه.
غونډه کې ته د کرنې، انرژي او اوبو وزارتونو او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې چارواکیو وویل، غرونو ته د بېځایه لاساچونې او خپلسرې کانایستنې او هم غرونو ته د نورو زیانونو اړولو مخنیوي په موخه باید اوږدمهاله کړنلاره جوړه شي.
د انرژي او اوبو وزارت د اوبو زېرمو رییس سلطانمحمود محمودي پهدې غونډې کې وویل چې د افغانستان غرونه د جګړو پر وخت په بېلابېلو پلمو تخریب او تالا شويدي.
د ښاغلي محمودي په وینا، د افغانستان مساحت لویه برخه غرونه دي چې د طبیعي ناورینونو مخه نیسي ځکه خو باید د غرونو ساتنې پر ستراتېژۍ کار وشي.

ده په ورته وخت کې دا هم وویل چې د جګړو پرمهال هر چا غرونو ته لاس اچولی او په خورا بېرحمۍ کیندلي او خالي کړي چې دې چارې غرونه په اقتصادي، ټولنیزاو چاپېریال ساتنه کې له خپل ارزښت راغورځولي دي.
غونډې ته د کرنې وزارت د اوبو لګولو او طبیعي زېرمو معین حشمتالله غفوري وویل، غرونه د افغانستان ملي شتمني ده.
ښاغلي غفوري زیاته کړه چې غرونه د خوږو اوبو سرچینه ده او د څښاک ۸۰ سلنه پاکې اوبه غرونه جوړوي چی په کرنه او صنعت کی هم ورنه ګټه اخېستل کېږي. ده په ټینګار سره وویل چې غرونه د بېوزلۍ کمولو، خوراکی توکیو چمتو کولو او د څښاک اوبو په برابرولو کی مهم رول لري.
د افغانستان ۷۰ سلنه پراخوالی غرونه جوړوي او ۹۰سلنه ځنګلونه په غرونو کې دي او همداراز، ۸۰سلنه وحشي ژوي په غرونو کې ژوند کوي؛ ځکه خو د هېواد اقتصادي پراختیا د غرونو پرلهپسې ساتنې پورې تړاو لري.





