معترضو کسانو د کشم ـ فیض‌اباد لاره وتړله

د ولسي جرګې له‌پاره د بدخشان د ټاکنو لومړنیو پایلو له اعلان وروسته ـ چې له ۷۵ نوماندانو یوازې ۹ تنه ګټونکي وبلل شول ـ د یو نوماند صفرمحمد مبارز پلویانو ولسي جرګې ته د هغه د لارې نه‌ موندلو په پار اعتراض وکړ او د کشم ـ فیض‌اباد لاره یې وتړله.

د معترضینو په خبره چې رایي شمېرنې په بیاځلي بهیر کې درغلي شوې‌دي.

مترضان ګوتڅنډنه کوي ترڅو چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دوی د نوماند د رایو برخلیک معلوم نه‌کړي؛ تر هغو به شپه او ورځ لار تړلې وي.

د دوی په وینا، د ولسي جرګې له‌پاره نوماند مبارز قانوني رایې لري او د ټاکنو کمېسیون باید د دوی د قانوني رایو احترام وکړي.

په‌دې لاره تلونکي مسافر ـ چې له ځېنو سره ناروغان هم دي ـ د سهار له ۴ بجو راهیسې د کشم ـ فیض‌اباد لاره کې بنده پاتې دي، وايي چې معترضانو د کانټینر په ېښودلو او ټایرونو په سوځولو سره د مسافرو په مخ لاره تړلې ده.

د د دوی په خبره، معترضانو د ځېنو موټرو د ښيښو ماتولو ترڅنګ مسافر هم په بې‌رحمۍ سره وهلي. دوی له معترضانو غوښتنه کوي چې خپله ستونزه دې له حکومت سره حل کړي او ولس ته دې ستونزې نه جوړوي.

د بدخشان د امنیې قوماندانۍ ویاند ثناء الله روحاني سلام وطندار ته وویل، د بدخشان د ګټونکیو نوماندانو د لومړني نوم‌لړ له خپرولو وروسته د صفرمحمد مبارز پلویانو په ټاکنو کې د درغلۍ د سبوتاژولو په پار د تېرې شپې له شاوخو ۱۰ بجو راهیسې د کشم – فیض‌اباد  لاره تړلې ده.

د روحاني په خبره، له معترضو کسانو سره د خبرو له‌پاره کشم ته د محلي چارواکیو یو پلاوی تللی دی.

په‌دې لاره بند پاتي مسافر او موټرچلوونکي وايي، که حکومت په چټکۍ سره دا اعتراض مهار نه‌کړي؛ ډېر زیانونه به را منځته کړي.

سره له‌دې چې د معترضو کسانو له لوري د لارې له تړلو څو ساعته تېریږي؛ خو معترضان وايي چې د حکومت له لوري یې چا تر اوسه خبره نه‌ده اورېدلې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام