.jpg)
د افغانستان کرېکټ بورډ د تیارې شوې ستراتیژۍ لهمخې د افغانستان ۲۰ اوریز ۵۰ اوریز کرېکټ لوبډلې لهپاره په نړۍواله درجهبندۍ کې د پرمختګ پلانونه جوړ کړي.
د افغانستان کرېکټ بورډ اجرایوي مشر شفیقالله ستانکزي نن کابل کې د رسنیو له مسوولانو سره په لیدنې کې وویل چې دوی په تېرو ۴ کلن ستراتیژیک پلان کې ډېر څه ترلاسه کړي او اوسمهال تر ۲۰۲۵ کال پورې د شته ستراتیژۍ د عملي کولو لهپاره کار کوي.
د ښاغلي ستانکزي په وینا، د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله باید په ۲۰۱۹ کال کې په ۲۰ اوریزه نړۍواله درجهبندۍ کې له اوسني ۸م مقامه تر ۶م مقامه پوري او په ۵۰ اوریزه درجهبندۍ کې له اوسني ۱۰م مقامه ۷م مقام ته ورسېږي.
د کرېکټ بورډ اجرایوي مشر زیاته کړه، اوسمهال د ۲۰۱۹ کال پنځوس اوریز کرېکټ نړۍوال جام سیالیو لهپاره له اوسني لوبډلمشر اصغرستانکزي نه ښه انتخاب نهلري او په خپله دنده کې به پاتې وي.
.jpg)
نوموړي وویل چې اصغرستانکزی تر اوسه پهخپله دنده کې بریالی دی او که کله هم پهخپلې ناکامۍ پوه شي؛ نو له کرېکټ او لوبډلمشرۍ به لاس په سر شي.
ستانکزي د افغانستان لومړی پړاو APLT20 له ټاپي اقتصادي پروژې وروسته د افغانستان لهپاره ستره پروژه وګڼله چې په کامیابۍ پای ته ورسېده چې کرېکټ بورډ او لوبغاړیو ترې سلګونه زره ډالر ګټه ترلاسه کړه.
نوموړي وویل چې دغه لیګ د هندوستان کرېکټ لیګ IPL وروسته دویم لیګ شو چې په نړۍواله کچه یې د نړۍ په کچه د نورو لیګونو په پرتله زیات لیدونکي لرل.
د شفیقالله ستانکزي په وینا، افغانستان ته له کرېکټ نړۍوالی شورا سره «بشپړ غړیتوب» ۸۵ سلنه د دوی د اداري کړنو او لاستهراوړنو پهواسطه او ۱۵ سلنه د ملي لوبډلې د کارکردګۍ له امله ورکړل شوی.
د کرېکټ بورډ دغه چارواکي زیاته کړه، کابل کې د حکومت لهخوا د یو نړۍوال معیاري کرېکټ لوبغالي د جوړولو لهپاره ورته په ۵ موقیعتونو کې د ۶۰ جریبې ځمکې انتخاب ورکړل شوی چې په جوړېدو سره به یې د کابل اوسنی لوبغالی به د کرېکټ زدهکړې په ستر مرکز او ښوونځي بدل شي.
.jpg)
نوموړي وویل چې د کورني کرېکټ د پرمختګ لهپاره یې داسې طرحه برابره کړې چې هر لوبغاړی به له دې وروسته د «کلپ» کرېکټ څخه د افغانستان کورني کرېکټ او نړۍوال کرېکټ ته لاره پیدا کوي او هر مسلکي لوبغاړی باید د هېواد په کچه د یو کرېکټ کلپ غړی وي.
شفیقالله ستانکزي دغه راز د افغانستان کرېکټ بورډ اداره د افغانستان او نړۍ په کچه تر ټولو شفافه ادارو وبلله او ادعا یې وکړه چې د افغانستان هېڅ ادارې د کرېکټ بورډ ادارې ۲۰ سلنه کار هم نهدی کړی.
د اجرایوي مشر په وینا، په ۳۴ ولایتونو کې د کرېکټ روزنیزې اکاډمۍ او دغه راز د هېواد په ۵ زونونو کې د ملي یا(NCA) اکاډمیو جوړول هم د دوی په لومړیتوبونو کې دي چې پروپوزل یې ماليی وزارت ته د بودیجې لهپاره سپارل شوی. ده دا هم وویل چې اوسمهال د دوی عواید ۹۰ سلنه زیات شويدي.





