د افغانستان روڼتیا څار بنسټ له اداري فساد سره د مبارزې د نړۍوالې ورځې سره هم مهاله د فساد په اړه یوه تازه سروې خپره کړېده. د دې سروې لهمخې، د افغانستان درې دولتي ادارې تر ټولو لویې فاسدې ادارې په ګوته شوېدي او لویه څارنوالي بیا د نوملړ په سر کې ده.
د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ د عدالت غوښتنې مسوول ناصر تیموري وايي چې پهدې څېړنه کې تر ۶۰ ډېر بنسټونه تر ارزونې لاندې نیول شويدي او په اړه یې د خلکو نظرونه را ټول شوي چې د افغانستان تر ټولو لومړۍ فاسده اداره لویه څارنوالي، دویمه درجه کې محکمې او درېیمه کې د پوهنې وزارت راغلي دي.
دغه راز، د افغانستان روڼتیا څار بنسټ سروې ښیي چې ۶۱ سلنه خلک له اوسني وضعیته راضي دي؛ پهداسې حال کې چې په ۲۰۱۶ کال کې دا شمېره یوازې ۵۴ سلنو ته رسېده.
ناامني د وطنوالو اصلي اندېښنه ښودل شوې او له هغه وروسته فساد او وزګارتیا ستره اندېښنه ګنل کېږي. دا سروې ښیي چې د پخوانۍ ارزونې لهمخې په ۲۰۱۶ کال کې د فساد کچه له ۴۷ سلنو نه ۳۳ سلنو ته راټیټه شوېده.
لهدې سره جوخت حکومت هم په ارګ کې له اداري فساد سره د مبازې نړۍوالې ورځې نمانځنې په نوم غونډه جوړه کړېوه. دې غونډې ته ولسمشر محمداشرف غني ویلي، په قضایي څانګو کې پراخ سمون راغلی او دغه راز، په قضايي بنسټونو کې دوسیو ته رسېدنه ګړندۍ شوېده.