د امنیتي ځواکونو قرباني شوې کورنیو ته ښارګوټی جوړېږي

د کډوالو او راستنېدونکیو چارو وزیر سیدحسین عالمي بلخي هرات کې په یوې خبري غونډې کې وویل چې د هرات لوېدیځ ته په ۳۵ کیلومټرۍ کې پروت د سعادت ښارګوټی د قرباني شویو امنیتي ځواکونو کورنیو او یوه برخه یې له بهره راستنېدونکیو ته جوړېږي.

د کډوالو او راستنېدونکیو چارو وزیر همداراز وویل چې دا ښارګوټی څو کاله مخکې په پام کې نیول شوی‌و او نن یې د جمهوري ریاست د ۳۰۵ فرمان پر اساس د جوړولو عملي چارې پیل شوې.

د ښاغلي بلخي په خبره، دا ښارګوټې دوې برخې لري چې یوه یې په هرات او بله یې په کابل ښار کې ده چې د ۳۲ میلیونو یورو په لګښت جوړېږي او په وینا یې، «یو اېن هبیتات» د یو بل ښارګوټي د جوړولو هوکړه کړې‌ده.

د هرات والي محمد آصف رحیمي هم وایي چې د دې ښارګوټي له‌پاره په ټوله کې ۶ زره جریبه ځمکه په پام کې نیول شوې.

د هرات د والي په وینا چې د دې ښارګوټي په جوړېدو سره ۸ زره کورنیو ته کورونه وېشل کېږي.

د هرات والي وایي چې دا ښارګوټی په دوه فازو کې جوړېږي چې لومړی فاز یې په راتلوونکیو ۳۰ میاشتو کې بشپړېږي.

د ښاغلي رحیمي په خبره، دې ښارګوټي ته د «یو اېن هبیتات» له لوري تر اوسه مشخصه بودیجه په پام کې نه‌ده نیول شوې؛ خو په پام کې ده چې د ۳۲ میلیونو یورو څخه ډېره برخه یې هرات ولایت ته جذب کړي.

په همدې حال کې د راستنې شوې کورنۍ چې څو کاله مخکې په‌دې سیمه کې ځای پرځای شوي؛ له حکومت او د کډوالو او راستنېدونکیو چارو وزارت نه غواړي چې د بېخ‌بناوو د جوړولو تر څنګ دې د دې سیمې ټرانسپورټي ستونزې هم هوارې کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام