د افغانستان سرې میاشتې ټولنې مسوولانو نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د غزني مالستان او جاغوري ولسوالیو ته یې د ۶۰۰ بېځایه شویو کورنیو لهپاره بشرپالې مرستې استولې دي.
د سرې میاشتې د ملاتړ برخې مرستیال نوروزعلي عليزاده وايي، دوی تر بشپړې څېړنې وروسته بېځایه شویو کورنیو ته یادې مرستې استولې او په نږدې راتلونکي کې به له ۴۰۰ نورو کورنیو سره هم مرستې وکړي.
د سرې میاشتې ټولنې مسوولان زیاتوي، یاده ټولنه به ډېر ژر په دایکندي کې له هغو ۵۰ کورنیو او په بامیان ولایت کې له ۲۱۹ کورنیو سره مرستې وکړي چې د غزني له جاغوري او مالستان ولسوالیو څخه ورکډه شوې دي.
په دغو مرستو کې خوراکي او غیرخوراکي توکي شامل دي.