
باوري امنیتي سرچینو تایید کړه چې د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق رازق د کندهار ولایت په ودانۍ کې دننه په ډزو کې وژل شوی.
ناتایید شوي راپورونه وايي چې په دې ډزو کې د کندهار والي او د ملي امنیت رییس هم وژل شويدي.
د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیز بیا سلام وطندار ته وویل چې د ولایت ودانۍ کې نامعلومو کسانو ډزې کړي چې په ترڅ کې یې دی یانې د والي ویاند هم ټپي شویدی.
ښاغلی عزیز وایي، د نورې مرګژوبلې په اړه معلومات نهلري؛ خو په وینا یې، ډزې داسې مهال شوېدي چې په ولایت کې د ټاکنو امنیت لهپاره د چمتووالي نیولو غونډه پای ته ورسېده او د غونډې ګډونوال له ودانۍ د وتلو په حال کې وو.
د کندهار د والي ویاند په وینا، غونډې ته د غوڅ ماموریت استازي هم ورغلي وو.
د غوڅ ملاتړ ماموریت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دا پېښه د افغانانو ترمنځ وه او په پېښه کې جنرال مېلر ته هېڅ زیان نهدی اوښتی. دوی تاییدوي چې د غوڅ ملاتړ ماموریت ۲ سرتېري ټپيان شوي او بریدګر وژل شویدی.
طالب ویاند قاري یوسفاحمدي د یوې خبرپاڼې په لېږلو سره د پېښې مسوولیت منلی او ویلي یې دي چې په برید کې یې جنرال عبدالرازق وژلی او د کندهار والي زلمی ویسا، د کندهار د ملي امنیت رییس عبدالمومن یې له ګڼو نورو مسوولانو سره ټپي کړیدی.
خبرپاڼه وايي، د برید اصلي هدف امریکایي قومندان میلر او جنرال عبدالرازق و.
دا پهداسې حال کې ده چې تېره ورځ د ولسي جرګې نوماند عبدالجبار قهرمان هم په هلمند ولایت کې وژل شو.





