له قانونه لوړ او تېرایستونکي شعارونه؛ نوماندان څه فکر کوي؟

د هغو نوماندانو ټاکنیز کمپاین به راتلونکیو څوو ساعتونو کې پای ته ورسېږي چې د امنیت ټینګښت، سولې راوستلو، له فقر او فساد سره مبارزې او د ولسي جرګې په کړنو کې یې بدلون راوستلو ته لستوڼي بډوهلي دي.

سلام‌وطندار غوښتي، تر هغې مخکې چې د نوماندانو ټاکنیز کمپاینونه پای ته ورسېږي، د کابل ولایت نوماندانو شعارونو ته کتنه کړې چې خلک یې په موخو او پلانونو وپوهېږي. ‌په‌دې کتنه کې د نوماندانو ټاکنیز تبلیغات، شعارونه، د لیکلو ډول او د پیغام رسولو څرنګوالی او د نوماندانو په اړه معلومات شامل دي.

د دغو شعارونو په څېړلو دې پایلې ته رسېږو چې ولسي جرګې ته ځېنې نوماندان یا د جرګې په اړه بل تعریف لري او یا هم د یوه استازي صلاحیتونو او مسوولیتونو په اړه معلومات نه‌لري.

تقریباً شعارونه په هر څه کې شاملېږي؛ هر څه چې ذهن ته رسوخ کوي او کولی شو هغه د اقتصاد، سیاست، اجتماع او فرهنګ په حوزو کې هم ووینو: د سرتاسري امنیت له تامین نه نیولي، سولې، له بې‌وزلۍ سره مبارزه، د سیاسي او اقتصادي مافیا له ختمولو رانیولې تر قومي تعصباتو، ځان‌بساینې او حتا د کابل د ترافیکي ستونزو تر ختمولو پورې شعارونه ورکول شوي‌دي.

یو نوماند لیکلي چې «موږ پاڅون کوو». بل د «علمیت» په اړه شعار ورکوي او یو هم «اسلامي حجاب» شعار کړی‌دی. د حزب اسلامي مشر او ولسي جرګې ته نوماند عبدالهادي ارغندیوال د اسلامي ارزښتونو د ساتنې، ټولنیز عدالت، ملي یووالي، سرتاسري سوله، خلکو ته خدمت او له هر ډول فساد سره د مبارزې په شعارونو ورکولو سره ټاکنیز میدان ته ښکته شوی؛ مني چې دا ډول شعارونه او بینرونه یې له قانونه سره چندانې اړیکه نه‌لري. په ورته وخت کې ښاغلی ارغندیوال وايي چې د دوی هڅې یوازې ولسي جرګې پورې نه‌دي تړلي، بلکې دوی به د ملي یووالي، ټولنیز عدالت، سولې او خلکو ته د خدمت کولو په شان اوږدې لارې په مخکې لري.

حسینه سهاک د «سوله، امنیت او تعلیم»، عبدالقیوم خیرخوا د «امنیت، قانونیت، کار» او مصطفی سلطاني د « زه د سولې او عدالت په لټه کې یم» شعارونو په ورکولو سره ولسي جرګې ته د لارې پیداکولو په هڅه کې دي. د دې شعارونو او د وکیلانو د کارونو به تړاو مو هڅه وکړه چې د حسینې سهاک، عبدالقیوم خیرخواه او ښاغلي سلطاني نظر را واخلو؛ له دې ډلې یوازې ښاغلی سلطاني د سلام وطندار څېړنیز خبریال سره خبرو ته حاضر شو؛ خو له د ځواب ویلو له‌پاره یې د ډېر وخت غوښتنه وکړه او له همدې سره یې ټيلیفوني اړیکه پرې کړه او بیا یې ځواب نه‌کړه.

بل اړخ ته د ښکلیو او خیالي شعارونو وکیلان دي. دې شعارونو کې بیتونه، د جنګي رهبرانو د ویناوو ځېنې برخې، کوچنې او لویې فریبانه جملې راغلې، لکه «د پوهې او علم د نسل نوماند»، «له یو بل سره درېږو او یوځای یې جوړوو»، «زموږ قول عمل دی؛ نه شعار»، «راغلي یو چې هیلې بیا تازه کړو»، «زما کابله! ارامي او ابادي ستا حق دی»، «د اکثریت خاموشو غږ» او «متوازن پراختیا، ټولنیز عدالت، ملي مشارکت».

د سیاسي چارو شنونکی فاروق بشر وايي، ډېر نوماندان چې له سترو خیالي شعارونو سره ټاکنو ته ولاړ دي، یا د ولسي جرګې د صلاحیتونو او مسوولیتونو نه نه‌دي خبر او یا هم د دا ډول شعارونو په ورکولو سره هڅه کوي خلک دوکه کړي. د ښاغلي بشر په وینا، د افغانستان اساسي قانون ۹۱ مې مادې د ولسي جرګې غړیو د صلاحیتونو په اړه رڼا اچولې ده او په دې قانون کې راغلي دي: ولسي جرګه لاندې اختصاصي صلاحیتونه لري:

د اساسي قانون د ۹۲مې مادې د حکم په مطابق د هر وزیر د استیضاح کولو په اړه پرېکړه کول؛

د پراختیايي او دولتي بودیجې د پروګرامونو په اړه پرېکړه کول؛

د همدې مادې پربنسټ د مقررو رد یا تایید.

یو شمېر نوماندانو د جهادي قومندانانو، سیاسي شخصیتونو او مذهبي مشرانو له تصویرونو څخه په ګټې اخیستو هڅه کړې، د خلکو له احساساتو ګټه پورته کړي او له دې لارې ځان ته رایې راغونډې کړي. ځېنې نور چې پورته یې یوازې نومونه ذکر شول، له بېلابېلو لارو چال وهلی چې مخاطب ځانته راجلب کړي او ویې غولوي.

د سلام‌وطندار څېړنې ښيي چې یوازې په کابل کې د ولسي جرګې د شاوخوا ۳۰ نوماندانو شعارونه یو شان او سره ورته دي. د احمد شکیب فراهي او محمد لایق ملکزاده شعارونه «نن تدبیر، د سبا پرمختیا» ، د محمدیونس هوتک، انجنیر مولاګل احمدزي، شینکی کړوخېل، قیس‌الله څمکني، عیدی‌محمد شارقي، زمرک پادخوابی، نورالرحمان اخلاقی او تاج‌محمد مجاهد شعارونه « ژمنه او عمل» د جنرال عبدالواحد طاقت، فریدخان زرمتی او جلات‌خان شینوزاده شعار «انسانیت، اسلامیت، افغانیت» او د حاجي زړگي حبیبي، جاوید کوهستاني او محمدهاشم کریمي شعارونه «له سیاسي ډلو ور ها خوا، خلکو سره یو ځای کېدل» دي.

پر دغو مواردو سربېره، ځېنو نوماندانو خپلو ټاکنیزو کمپاینونو کې، یا خو دقت نه‌دی کړی او یا هم په بشپړه توګه بې‌سواده دي چې لیکل یې هم نه‌دي زده‌، ځکه په تبلیغاتي بنرونو کې یې املايي تېروتنې ډېرې لیدل کېږي. مثلاً، ځېنو نوماندانو، په فارسي کې د «برخاسته‌‌ام» پرځای «برخواسته‌ام» او د «خدمت‌گزاری» پر ځای «خدمت‌گذاری» لیکلي دي. د خپلې رای ورکولو پاڼې شمېره یې غلطه لیکلې ده، په داسې حال کې چې د رای ورکولو کتاب ۱۵ پاڼې لري؛ خو ځېنو نوماندانو خپلو تبلیغاتي بنرونو کې د ولسي جرګې نوماندانو وروستي نوملړ پاڼه لیکلې ده. له دې ټولو ناوړه دا چې ان په خپلو بنرونو کې یې خپل نوم هم غلط لیکلی دی.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمیشنر سیدحفیظ هاشمي د رای ورکولو پاڼې، ټاکنیز شمېرې، شخصي مشخصاتو او د ټاکنو کې د رای ورکونکي نورو مواردو په اړه وايي، نوماندانو ته تصویري غږونه چې د شعار ټاکلو بڼه ده ورکړل شوې؛ خو بنرونو کې د نوماندانو د شخصي معلوماتو او مشخصاتو په اړه تراوسه کومه مقرره یا لارښود نه‌دی جوړ شوی.

د دې رپوټ بله برخه کې په هغو نوماندانو بحث شوی چې خپل شخصي مشخصات او معلومات یې د رای ورکولو پاڼه کې په سمه توګه نه‌دي درج کړي. له ۷۰ سلنو زیاتو نوماندانو د خپلې اړیکې شمېره او برېښنالیک او ۵۰ سلنو هم د رای ورکولو پاڼه نه‌ده ذکر کړې. له دې سره ځینو نورو د خپلې رای ورکولو پاڼه غلطه لیکلې ده.

په هر حال، پر دغو ټولو ستونزو سربېره، ټاکنیز کمپاینونه، روانې ستونزې، تخطۍ او د نوماندانو لافې ـ شافې وهل پای ته رسېږي؛ خو  دا ښه موقعې ده چې د دې دورې له لوړو ـ ژورو او ننګونو څخه یو څه زده شي او راتلونکیو دورو کې ورته پام وشي.

 

 

 

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام