
د ازادو رسنیو ملاتړ یا نی دفتر اجرایوي رییس عبدالمجیب خلوتګر نن په کابل کې خبري غونډې ته وویل چې د نیمروز ولایت ۶ رسنۍ بندې شوېدي؛ خو ۱۰ نورې یې فعالې دي.
په نیمروز کې له ۱۶ رسنیو ۶ چاپي رسنۍ تړل شوېدي؛ خو ۶ راډیوګانې،۳ ټلوېزیونونه او یوه چاپي رسنۍ لا هم فعالیت کوي.
ښاغلي خلوتګر زیاته کړه، دوی ته داسې معلومات ور رسېدلي چې د ایران او پاکستان استخباراتي شبکو د رسنیو مسوولانو ته د مالي مرستې وړاندیز کړی؛ خو په وینا یې هغوی نهدی منلی.
د نی بنسټ له حکومته غواړي چې په نیمروز ولایت کې د رسنیو وضعیت ته پام او ژر تر ژره مالي مرسته ورسره وکړي.

ښاغلي خلوتګر زیاته کړه چې د دې ولایت رسنۍ د مالي سرچینو نهشتوالي ترڅنګ له ګڼو نورو ستونزو لکه اطلاعاتو ته نه لاسرسی، ناامني او نورو جدي مشکلاتو سره هم مخ دی.
د ښاغلي خلوتګر په وینا، پهدې وروستیو کې یې له رسنیو داسې لیک ترلاسه کړی چې په هغه کې د نیمروز والي او نور چارواکي له رسنیو سره توپیري چلند کوي او اطلاعات نه ورکوي چې له امله یې راپورونه ناانډوله خپرېږي.
د نی بنسټ مسوولانو پرېکړه کړې چې په هرو څوو اوونیو کې به د یو ولایت د رسنیو وضعیت څېړي چې دا ځل د نیمروز د رسنیو د څېړلو نوبت و .





