ولسي جرګې د یوشمېر وزارتونو وزیران استجواب کړل

ولسي جرګې په ۱۳۹۷ کال کې د پراختیايي پروژو د پلې کولو په اړه د عامې روغتیا او کلیو بیارغونې او پراختیا وزیران او د ټولګټوچارو او ښار او کور جوړونې وزارتونو سرپرست وزیران استجواب کړل.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر مجیب‌الرحمان کریمي د ولسي جرګې عمومي غونډې کې وویل، روان کال کې یې د ۳۸،۸ میلیونه ډالرو په ارزښت ۱۹۹ پروژې پلې کړي چې ۱۵۰ کیلومټره سړک، ۸۴۱ متره پلونه، ۱۱۲۱ پلچکونه، ۲۴ زره او ۳۵۳ متره استنادي دېوالونه، ۱۲ زره او ۱۴۴ متره ویالې او په لارو کې د تېږو اچول په‌کې شامل دي.

کریمي دغه راز وویل، په روان کال کې یې ۵۳ سېل‌لارې جوړې او ۲ زره او ۷۹۵ متره لاره چې له منځه‌ تلله، بیارغولې او د اوبو رسونې ۱ ۱۲۲ نورې پروژې تر کار لاندې دي.

په همدې حال کې د ښار او کورجوړونې وزارت سرپرست وزیر روښان ولسمل وویل، اوس‌مهال د هېواد په بېلابېلو برخو کې سړکونه، د شهیدانو، معلولانو او ښوونکو ښارګوټي او د استوګنې نومرې جوړېږي چې تراوسه یې کارونه بشپړ شوي نه‌دي.

د نوموړي په وینا، د دې کال تر پایه به نږدې ۱۰۰ ښوونځي چې په عصصري ډول جوړېږي، ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

روښان ولسمل زیاته کړه، که څه هم د ۸ لویو ولایتونو ماسټرپلان یې بشپړ کړې او ډېر ژر به یې عملي چارې پیل شي، خو دې وزارت ته د ټولو وزارتونو ساختماني پروژو لېږد چې د ۳۴ ولایتونو په بېلابېلو ولسوالیو کې عملي کېږي، له ستونزو سره مخ  کړی دی.

بلخوا د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز که څه هم ناامني د پراختیايي پروژو پلې کولو په‌وړاندې ستره ستونزه وبلله، خو زیاته یې کړه چې سږکال یې په بېلابېلو ولایتونو کې د روغتيايي مرکزونو او روغتونونو د بنسټ ډبرې ايښي دي.

د ټولګټوچارو مرستیال او سرپرست نعمت‌الله حیدري وویل چې اوس‌مهال یې ۲۷۰ پروژې تر کار لاندې دي چې د سالنګ لویې لارې، نورستان کې یوشمېر لارو، د کابل حلقوي سړک او د کابل ـ تورخم دهلیز جوړول په‌کې شامل دي.

خو یوشمېر وکیلانو د ولسي جرګې استجوابیه غونډې په پای کې د وزارتونو مسوولانو له لوري پر وړاندې شوي راپورونو نیوکې وکړې او له هغوی یې وغوښتل چې خپل کاري راپورونه په لیکلې بڼه دې جرګې ته وسپاري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام